لاس رسیدونکی لینک

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان په سفیرې د غلط عکس په خپرولو ملنډې شوي


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان په سفیرې د غلط عکس په خپرولو ملنډې شوي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفېره ملیحه لودهي د هغې نه وروسته په ټولنیزې رسنیو کې د سختو نیوکو او ملنډو سره مخ شوه چې هغې د یوې فلسطینۍ جینۍ عکس وښودلو او په خپله وینا کې یې وویل چې دا عکس د یوې کشمیرۍ جینۍ دی چې هند پرې ظلمونه کوي.

د شنبې یا خالي په ورځ ( سپِټمبر ٢٣) په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په مهال سفیرې ملیحه لودهي یو عکس مخامخ کړ او وی ویل چې "هند د ترهګرۍ مور ده". هغې زیاته کړه چې دغه عکس د هغې کشمیرۍ جینۍ دی چې هندي عسکرو پرې ډزې کړیدي.

د ملیحه لودهي د دغې وینا نه وروسته په هند او پاکستان کې په ټویټر خلکو تاوده بحثونه وکړل او وې ویل چې لودهي ته پکار وه چې اول د عکس په هکله معلومات وکړي.

د پاکستان یو پخواني پوځي چارواکي د ملیحه لودهي د دغې پیغام په هکله ولیکل چې هغې خپل قوي پیغام د غلط عکس خپرولو له وجې ضعیفه کړی.

د پاکستان یو مشهور خبریال د ملیحه لودهي دغه غلطي په ګوته کړه او وي لیکل چې د پاکستان خارجه وزارت چې ملیحه لودهي ته کوم عکس ورکړې و، هغوي ترینه پخپله هم ناخبره وو چې نن سبا په ګوګل د عکس پیدا کول څومره اسانه ده.

عاصم یوسفزې چې په واشنګټن کې د سیاسي چارو کارپوه دی، په خپل ټوېټر لیکلي

په هند کې هم د ټویټر کارکونکو په هغې ملنډې وکړې او ځینو حتا وویل چې پاکستان ته پکار ده په ملګرو ملتونو کې بله استاځې وټاکي.

پاکستان او هند د کشمیر په لانجه درې لوی جنګونه کړیدي او اوس یې هم تعلقات خراب دي. پاکستان او هند دواړه په یوبل تورونه لګوي چې په سیمه کې ترهګري کوي.

د وي او ای اشنا په مننه

XS
SM
MD
LG