لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملیشیا د بې درکه هوائي جهاز د ۴ ؤ مسافرو په هکله تحقیق


د ملیشین ائیر لائنز د پرواز په وخت د خالي په ورځ بې درکه شوی دی. جهاز کې ٢٣٩ کسان سواره وو او تر اوسه يي درکه نه دی معلوم. جهاز کې د سوارو زیاتره کسانو تعلق د چین سره وو
د ملیشین ائیر لائنز د پرواز په وخت د خالي په ورځ بې درکه شوی دی. جهاز کې ٢٣٩ کسان سواره وو او تر اوسه يي درکه نه دی معلوم. جهاز کې د سوارو زیاتره کسانو تعلق د چین سره وو
د ملیشیا د کابینې یو وزیر ویلي د مسافرو د بې درکه شوي جهاز د هاغه څلورو کسانو په هکله يي تحقیقات شورو کړې دي چې د ملیشین ائیرلائنز په جهاز کې يي د غله په پاسپورټونو یا په مشکوک کاغذاتو سفر سواره شوي وو.
د ټرانسپورټ وزیر هشام الدین حسین د اتوار په ورځ خبریالانو ته وویل د ملیشیا د استخباراتو ادارې د هوائي جهاز د مسافرو د فهرست جاج اخلي او په دې لړ کې د نورو هیوادونو ادارو سره په رابطه کې دي چې پکې د امریکا ایف بي ايي هم شامله ده.
د چارواکو د وینا ترمخه د ریډار معلومات ښائي د ملیشین ائیر لائنز پرواز د بې درکه کیدو نه وړاندې د خپلې ټاکلی شوي لار نه ستون شوی وو. امدادي ډلو د بې درکه جهاز د لټون سیمه پراخه کړې ده.
دوه کسان چې د یو کس تعلق د اټلي او د بل اسټریا سره دی، د مسافرو په فهرست کې يي نومونه شامل دي خو کوالالمپور نه بیجنگ ته تلونکې جهاز کې نه دي سواره شوي. د دواړو کسانو پاسپورټونه په تیرو دواو کلونو کې په تهائي لینډ کې چا پټ کړې وو. دا نه معلومه چې په دغه پاسپورټونه چا سفر کولو.
چارواکو د اتوار په ورځ ویلي د دواؤ نورو کسانو شناخت هم مشکوک دی.
د ملیشین ائیر لائنز د پرواز په وخت د خالي په ورځ بې درکه شوی دی. جهاز کې ٢٣٩ کسان سواره وو او تر اوسه يي درکه نه دی معلوم.
ائیر لائنز ویلي جهاز د پرواز یوه گنټه ورسته په صفا موسم کې بې درکه شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG