لاس رسیدونکی لینک

خراب موسم له قبله د ملیشیا د جهاز لټون ځنډول شوی


د اسټریلیا د دفاع وزیر ډیوډ جانسټن ویلي د ملیشیا تجزیه په موجوده وخت کې تر ټولو ښه معلومات دي خو هغه خبرداری کړې چې تر څو د ملبې په کره توگه شناخت نه وي شوی تر هغې به دغه پرواز د پراسراریت په پردو کې پټ پروت وي او هره خبره به یواځې قیاس وي
د خراب موسم په وجه د ملیشیا د مسافرو بې درکه هوائي جهاز د لټون کار ځنډول شوی دی او چارواکې وايي دا خبره حتمي ده چې جهاز د بحر هند په جنوبي سیمه کې غورځیدلی دی.
د اسټریلیا میري ټائم سیفټي اتارټي ویلي سمندر کې د لوړو څپو، سختو هواگانو او گورو ورځیو له قبله نه خو هوائي او نه سمندري جهازونه هغه سېمې ته نشې ورتلی چرته چې د ملیشین ائیر لائنز جهاز د غورځیدو امکان دی. دغه سیمه د اسټریلیا سرښار پرت نه ٢٥٠٠ کلومیټره لرې په غرب کې پرته ده.
د جهاز د لټون کار به تر د ٢۴ گنټو پورې ځنډیدلی وي خو د شورو په ورځ د موسم ښه کیدو ورسته بیا د جهاز درک معلومولو کار شورو کیدی شي.
د گل په ورځ ناوخته د ملیشیا وزیراعظم نجیب رزاق وویل د سیاري نه ترلاسه شوي د معلوماتو تجزیه ښائي د جهاز پرواز هم د سمندر په دغه برخه کې ختم شوی چې د مزکې نه ډیره لرې ده.
د نهې په ورځ شوي خبرې کانفرنس د ملیشیا چارواکو د بې درکه جهاز د لټون په لړ کې ډیر لږ معلومات وړاندې کړل چې د جهازد مسافرو خپلو خپلوانو کې قهر راپورته کړو. ځېنې خلکو د چین سرښار بیجنگ کې د ملیشیا خلاف مظاهره هم وکړه.
د ملیشین ائیر لائنز مشر یا سې ایی او احمد جوهري یحیا ویلي "مونږ ته نه ده معلومه چې ولې او مونږ ته نه ده معلومه چې څه رنگ" دا حادڅه رامېنځته شوي خو داسې شواهد نشته چې گني څوک ژوندی پاتې شوی دی.
د ملیشیا چارواکو په کره توگه هغه ځائې نه دی په نخښه کړی چرته چې جهاز په ممکنه توگه غورځیدلی دی او نه د جهاز ملبه موندلی شوې ده خو د سیارو نه داسې تصویران ترلاسه شوي چې د جهاز د ملبې څرگندونه کوي.
د اسټریلیا د دفاع وزیر ډیوډ جانسټن ویلي د ملیشیا تجزیه په موجوده وخت کې تر ټولو ښه معلومات دي خو هغه خبرداری کړې چې تر څو د ملبې په کره توگه شناخت نه وي شوی تر هغې به دغه پرواز د پراسراریت په پردو کې پټ پروت وي او هره خبره به یواځې قیاس وي.
د ملیشین ائیر لائنز جهاز چې پکې ٢٣٩ کسان سواره وو د مارچ د نهمې نیټې راهسې بې درکه دی. پرواز د ملیشییا سرښار کوالالمپور نه بیجنگ ته روان شوی وو.
XS
SM
MD
LG