لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزې د ملګرو ملتونو لخوا د امن سفیره اوټاکل شوه


ملګرو ملتونو د پاکستان سوات سره تعلق لرونکې او د امن نوبل جاېزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ته د امن استاذې اعزاز ورکړی.

د ګل په ورځ په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفترکې ددستورې په وخت د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري انټونیو ګوټیرس ۱۹ کلنې ملاله یوسفزۍ ته د هرکلی په وخت ویلي د فزکس پخوانی پروفیسر د نړۍ تر ټولو مشهورې طالب علمې په وړاندې ولاړ دی چې نه یواځې یوه اتله ده، د بشري حقونو لپاره يې خپل ژوند وقف کړی.

ملاله ته د امن استاذي اعزاز ورکولو په مهال د ملګرو ملتونو ستر سیکترملاله یوسفزۍ ته ویلي٫٫ تاسو د نړۍ سختو سیمو سفرونه کړي، د کډوالو ګڼ کیمپونو ته تللي یۍ او ستاسو اداره په لبنان، بیکا او نور سختو ځایونو کې سکولونه لري.٬٬ ښاغلي ګوټیرس ملاله ته ویلي ٫٫ تاسو په نړۍ کې تر ټولو مهم کار (د هر چا لپاره تعلیم) نمایندګي کوۍ.٬٬

په دغه مهال ملاله یوسفزۍ د تعلیم په اهمیت په خاصه توګه د جینکو د تعلیم په اهمیت خبرې وکړې او زیاته يې کړه: ٫٫ په نړې کې به مثبت بدلون زمونږ نه شورو کیږي. او مونږ ټولو له دغه بدلون د خپل ځان نه شورو کول دي. که غواړۍ خپل ښه راتلونکی اوینۍ، د اوس نه په خپله کار پيل کړۍ.٬٬

ملاله یوسفزئ د نړۍ هغه کم عمره جینۍ ده چې د نوبیل د نړیوالې جائزې ګټلو وروستو ورته اوس ملګرو ملتونو د امن د پیامبرې ذمه وارۍ وسپارله.

د ملګرو ملتونو عمومي سکترې ویلي ملالې یوسفزئ د سختو ګواښونو اؤ خطرو باوجود د ښځو، جینکو اؤ عامو انسانانو د حقونو دپاره کلکه مبارزه کړې ده اؤ د جینکو د تعلیم دپاره ددې همت د ټولې نړۍ خلکو ته حوصله بخښلې ده.

نولس کلنه ملاله یوسفزئ هاغه پښتنه پیغله ده چې په ٢٠١٢م کې پرې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مينگوره ښار کې طالبانو یوه وژونکې حمله کړې وه چې په دغه حمله کې دژوبل کيدو څخه وروستو ملاله يوسفزئ دعلاج لپاره برطانيې ته وړل شوې وه.

کله چې ملاله یوسفزئ طالبانو د تعلیم دپاره د غږ پورته کولو په جرم په سر په ګولۍ ویشتې وه هاغه مهال د هغې عمر یوازې پنیځلس کاله ؤ. په برطانیه کې د رغيدو وروستو نوموړې ټوله نړۍ کې ماشومانو لپاره دتعليم دحق لړ کې هلې ځلې کوي.

ملالې ته په کال ۲۰۱۴م کې ١٧ؤ کلونو په عمر کې دامن نوبل انعام ورکړل شوى ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې ګڼ شمیر نورې نړیوالې جائزې اؤ سندونه هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG