لاس رسیدونکی لینک

پاکستاني مطبوعاتو دملالې نوبېل جائزه په غټو ټکو ستائيلې


ډان ورځپاڼې د سر خبر دی چې ، "ملاله وايي سکولونه جوړ کړئ ټېنکونه نا" .

د پاکستان د انگرېزۍ او اردو ژبې غټو ورځپاڼو د ملاله يوسفزۍ د نوبېل جائزې اخيستو خبر سره د عکسونو د ورځپاڼو په لمړو مخونو چاپ کړی دی ، ورځپاڼو په خپلو خبرونو کې د پښتو ژبې د ياد سندرغاړي سردارعلي ټکر يادگېرنه هم کړې ده . ځايي ټي وي چېنلو دغه دستوره تېر ماښام نېغ په نېغه خپره کړې وه .

د پاکستان د انگرېزۍ ژبې وتلو ورځپاڼو ډان ، اېکسپرېس ټريبيون ، دې نيوز او دې ​نېشن د ملالې د نوبېل جائزې خبر په لمړي مخ لگولی ، او نزدې ټولو ورځپانو د ملالې او ستيارتي يو ځايي جوړ عکس خپور کړی دی .

د ډان ورځپاڼې د سر خبر دی چې ، "ملاله وايي سکولونه جوړ کړئ ټېنکونه نا " . اېکسپرېس ټريبيون ليکلي "ملالې مو سر د فخر نه لوړ کړو " . دې نېشن د سرخبر ورکړی "ملالې د خپل تحريک د عزم څرگندونه وکړه" او دې نيوز ليکلي "ملالې نوبېل جائزه واخسته" .

اېکسپرېس ټريبيون او دې نيوز د ملالې په نوبېل جائزه اداريي هم ليکلي دي .

ټريبيون ليکلي ، ملالې د دسمبر په ۱۰م نېټه په تاريخ کې ځايي جوړ کړو هغې د نوبېل جائزې ترلاسه کړه او د نړۍ کم عمره نوبېل جائزه گټونکې جوړه شوه ، اداريې د سوات سره د تعلق لرونکې ملالې دوه کاله وړاندې د طالبانو لخوا په هغې د ډزو او د هغې د ماشومانو د تعليم دپاره د غږ پورته کولو ذکر کړی دی ، او په اخره کې يې امېد څرگند کړی چې يوه ورځ به هغه په امن بيرته راشي او خپل تحريک به په وړاندې بوځي .

دې نيوز ورځپاڼې په خپله اداريه کې ليکلي ، ملاله يوسفزۍ په اوسلو کې د نړۍ تر ټولو لويې نوبېل انعام ترلاسه کړو ، اداريي زياته کړې که څه هم په ملالې ټکونه کيږي خو نوموړې په خپله وينا کې د خپلې خاورې سره د مينې ، او د خپلې پېژندگلو (چې پښتنه او پاکستانۍ ده) په ډاگه دغه خبره کړې ده .

د اردو ژبې غټو ورځپاڼو هم د ملالې د نوبېل جائزې اخيستو خبر ته د ورځپاڼو په لمړي مخ غټې غټې سرخيانې جوړې کړې دي .

جنگ ورځپاڼې ليکلي ، "ملالې نوبېل انعام واخستو ماشومانو ته ټوپکې ورکول اسان ، کتابونه ورکول ولې گران دي ؟ د ملالې سوال" .

اېکسپريس اردو خپله سرخي ليکلې "د طالبانو نظريې ماتې وخوړه ، نړۍ به د امن کور ليدل غواړم :ملالې نوبېل انعام وگټو" .

د پېښور نه خپرېدونکې مشرق ورځپاڼې په دوه کالمه سرخۍ کې ليکلي "ملاله يوسفزۍ د امن نوبېل انعام ترلاسه کړو" .

د ملالې د پلارنۍ سيمې سوات نه خپرېدونکې ورځپاڼې "ازادي سوات" په خپله سرخۍ کې ليکلي "ملاله يوسفزۍ د امن نوبېل انعام واخيستو ، ملاله او کېلاش د امن علمبردار دي : چيئرمېن نوبل کميټي" .

ورځپاڼې جنگ او ازادي سوات خپلې اداريي هم په ملاله ليکلي ، جنگ اداريې ته عنوان ورکړی "د تعليم د روښانه مستقبل يواځينۍ لار" او ازادي ليکلي " د ملاله انعام د پاکستان دپاره وياړ" .

XS
SM
MD
LG