لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ د نائیجریا د سکول جینکو د ازادولو غوښتنه کړې


د بوکو حرام مشر ابوبکر شیخکاو
د بوکو حرام مشر ابوبکر شیخکاو

د زنانه ؤ د تعلیم او حقوقو دپاره غږ پورته کونکې د سوات ملاله یوسفزۍ د نائیجریا په دوره ده چرته چې هغه د ٢٠٠ نه زیاتو هغه جینکو د ازادۍ په حق کې مبارزه کوي چې د بوکو حرام وسله والو تښتولې دي.

د خپلې دورې په مهال به ملاله یوسفزۍ د تښتول شوي جینکو خپلو خپلوانو او د نائیجیریا صدر گډلک جانتن سره لیده کاته کوي.

ملاله وايي د هغې امید دې چې نائیجریا کې د هغې موجودگي په حکومت فشار واچوي چې د تښتولو شوي جینکو د ازادولو دپاره کوششونه چټک کړي.

ملاله یوسفزۍ د نائیجیریا سفر په داسې وخت کوی چې ملگري ملتونه د ملاله ډی یا د ملاله ورځ نمانځي. ملگري ملتونه وايي دا ورځ د هغه ټولو ماشومانو دپاره ده چې د تعلیم په حق ودریږي او دنیا ته وايي چې دوي د تعلیم د دښمنانو نه زیات طاقتور دي.

د اپریل په میاشت کې د بوکو حرام وسله والو د نائیجریا دبورنو ریاست د چیبوک کلې سکول نه د ٢٠٠ نه زیاتې جینکې وتښتولې. ددې پرته چې امریکې او ځېنې نورو هیوادونو نائیجریا ته استخباراتي او د څارنې معلومات ورکړې دي خو د هیواد امنیتي ځواکونه د سکول جینکو راخلاصولو که نه دي کامیابه شوي.

د نائیجریا چارواکې وايي د جینکو د ازادولو دپاره کاروائي د جینکو ژوندونه په خطر کې اچولی شي.

بوکو حرام د غربي تعلیم خلاف تنظیم دی. د بوکو حرام معنه ده مغربي تعلیم گناه ده.

د جینکو د تعلیم په حق کې اواز پورته کولو په سر کال ٢٠١٢ کې طالبانو په ملاله یوسفزۍ حمله وکړه خو د هغې اواز خاموشه کیدو په ځائې دنیا هغې غږ ته نوره توجه ورکړه. حملې نه پس په صحت یابه کیدو ملاله یوسفزۍ ته گڼ شمیر نړي وال انعامونه ورکړی شوي دي او هغې دنیا په گوټ گوټ کې د جینکو تعلیم او حقوقو په موضو په اهم ځایونو کې تقریرونه کړې دي.

نائیجریا ته د ملاله یوسفزۍ د سفر په هکله د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریالې ثمینه احسن رپورټ دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG