لاس رسیدونکی لینک

لوډ سپيکر: ثواب که عذاب

  • بختور شاه

اپي جي صېب (حافظ جي) زمونږ د کلي د جومات امام وو په سترګو نابينا وو خو د قران حافظ وو هر کال به يي په روژه کې په ټوله علاقه کې د قران ختمونه کول چې ورته به پکې ډېره چنده راغونډیده او په اختر کې به ورسره د ټول کلي د خلکو نه ډېرې پېسې وې.

هغه به تل لومړی ختم دخپل کلي په جومات کې کوو او کوشش به يي دا وو چې په لږو شپو کې يي پوره کړي ځکه په خپل کلي کې به ورته د ختم دومره پېسې نه راټولېدې لکه څنګه چې به په نورو کلو کې وې.

دهغه سره به خپله د شاګردانو ډله هم ټوله روژه په ختمونو ګرځېدله اوپه روژه ماتي او پېشمني کې به يي غوړې زيړې خوړلې.

هر څه که ۲۰ تراوې چې د قرآن پاک ختم هم پکې کيږي ګران کار وي خو استاذ به خپل شاګردان دومره نه زورول. هغوي سره يي صلاح کړې وه چې خېر دی تاسو تر هغې د تراوؤ نيت مه کوئ ترڅو چې درله ما ټپکي یا اشاره نه وي درکړي.

شاګردان به ورته ښه په مزه د جومات په بروزه رغښتل او دکلي خلکو به په استاذ پسې د اوږدو تراوو نيت تړلی وو چې هيڅ پته به ورته نه وه چې استاذ به څه وخت رکوع ته ښکته کيږي. خو چې کله به استاذ په قرآت کې لږ انداز بدل کړو نو دغه به يي شاګردانو له ټپکي وه هغوي به زر زر ورپاڅېدل او نيتونه به يي اوتړل.

استاذ به سمدستي رکوع ته ښکته شو او بيا په دويم رکعت کې به يي لنډ شان تلاوت نه پس دغه رکعت هم پوره کړو داسې به شاګردان هډو ستړي نه شول او پوره تراوې به يي هم اوکړې.

دا د هغه کال خبره ده چې لکه د څګني کال روژه هم دغسې ګرمۍ کې راغلې وه. حافظ صېب په بر کلي کي د قران ختم نيولې وو خو ختمونه ورسره ډير وو نو دبرکلي خلکو ته يی ويلي وو چې د يوې شپې ختم به ورته کوي.

ختم شورو شو، د استاذ شاګردان د جمات په انګڼ کې په بروزه پراته وو استاذ د الف لام ميم نه شرو واچوله او په پوره رفتاريي لومړۍ او بيا دويمه او دريمه سپاره هم په لومړي رکعت کې ختمه کړه خو رکوع ته نه ښکته کېدو. په مقتدیانو کې اکثره مشران کېناستل خو فضل کاکا خپلې پښتو نيولی وو کله به په يوه خپه شو او کله په بله خو کېناستو نه. هم هغه شان ولاړو وو باقي ټولو مقتديانو په ناسته نيتونه تړلي وو.

استاذ چې نهمه سپاره قابو کړه نو د مقتديانو را بېدارولو دپاره يي لکه د نور کله په شان د ٫٫حًق٬٬ ټکې په يوه زور داره چغه اووايو چې د جومات د زړو لاوډسپيکرو نه يي هسې دوړې پورته کړې.

دغه ناڅاپي د حق چغه دومره زورداره وه چې په صف کې ولاړ يواځني مقتدي فضل حاجي باندې خپې ورخاخۍ شوې او پوړ د پاسه پړمخ راګذار شو، خواو شا ناستو نورو مقتديانو سلام جار باسه، او فضل کاکا له يي تلي مګل شورو کړل.

يوه شيبه وروستو په هوش کې د راتلو سره سم فضل کاکا کور ته منډه کړه او په يو شغ يي دوه نله چرېيز ټوپک د جمات په لنډي ديوال راوچت کړو. غږ يي اوکړو ويل دا زياتي کسان ترې ډډې ته شئ والله که ژوندی يي پرېږدم، په ما يي ډز کړی ډز مې پرې پاتې دی.

خلکو ورمنډه کړه ټوپک يي ترې واخست ويل خېر دی حافظ دی.

هغه ويل: ٫٫حافظ دی نو دا قرات به څوک داسې کوي چې مسلسل به لکه د ترېشر په ګڼټو لګياوي نه به يي سړی په ټکي پوهيږي او نه په سورة، او بيا به لا پکې ناڅاپه داسې بق کوي،،

خېر خلکو فضل کاکا دم دلاسه کړو خو ويل والله که ختم ته يي پرېږدم.

حافظ صېب چې په سترګو نا بينا هم وو غريب د جومات په مهراب کې ډېر ملامته ناست وو او ويرې اخستي شاګردان ترې هم تاؤ وو.

ختم هم دغلته پاتې شو، شاګردانواستاذ د لاس نه اونيولو، ‌کلي ته يي بوتلو، او هم دغه شان د برکلي د يوې شپې ختم هم پاتې شو او د استاذ چندې هم سراوخوړ.

حافظ صېب هغه کال د ختمونو نه پوره وټک هم او نه کړو ځکه چې دغه قېصه په خواو شا کلو کې خوره شوې وه او نورو خلکو استاذ ته لکه دنورو روژو په شان په ختمونو کې پوره چنده هم وا نه چوله.

سوچ مې کوو چې پخپله په قرآن کې دي چې: ” ورتلل قرآن ترتيلا “يعني قرآن په ورو ورو لولئ. خو چې کله روژې شي او ګېر چاپېره په جوماتونو کې حافظان صاحبان په ختمونو لاس پورې کړي نو د هرې خوا نه هسې انګازې خيژي.

بې ادبي دې معاف وي، خو داسې ښکاري لکه چې د غنمو ترېشرې لګيا وي او بيا په يو نيم کلي کېخو پښتنو د يوبل له ضده غبرګ جوماتونه همجوړ کړي وي او مليان هم پکې هم دغه شان په ضدلګيا وي نو والله چې د ټول کلي خلک پوزې له راولي.

دغه وخت دوي نه خو د قرآن په دغه آيت عمل کوي چې قرآن په ارام اولولي او نه په چم ګاوڼد کې د هغه ناروغانو خيال ساتي چې په کټ پراته وي او آرام ته سخته اړتيا لري.

دومره څوک نشته چې دې موليانو ته اووايي چې وروره!دا تاسو ثواب ګټئ که ګناه؟ مهرباني وکړئ په لوډسپيکرو ټوله ټوله شپهمقابلې مه کوئ. که خامخا د لوډسپيکر شوق کوئ هم نو څو منټو د پاره په ښکلي انداز کې تلاوت اوکړئ بيا د تراوو اعلاناو بيا لوډسپيکر بند کړئ. چې کوم خلک تراوې کوي هغوي خو هسې هم په جمات کې وي نو بيا ولې په لوډسپيکر ناروغان، زنانه او ماشومان له خوبه اوباسئ.

ساېنس پوهان وايي که د آواز کچه د 115dB (ډېسېبلز) نه زياته وي نو انسان کڼولی شي او يو شمېر نورې اعصابي او ذهني ناروغۍټېنشن، خفګان، ساډوبي او ډېپرېشن وغېره ترې هم جوړيږي او د وينې فشار( بلډ پرېشر) هم زياتوي.

د پښتنو د جوماتونو د لوډسپيکرو د آواز کچه يقينا ددغې نه ډېرهاوچته ده.

د پاکستان او پښتنو نه بغېر هم په نړۍ کې په کروړونو مسلمانان ژوند کوي. لمونځونه، عمرې او حجونه هم کوي او تراوې او ختمونه هم کوي خو پخپلوعبادتونو نور خلک نه تنګوي.

که سعودي عربستان ته لږ وګورو نوهلته په مکه او مدينه ښارونو کې همد جوماتونو په بهرنيولوډسپيکرو پابندي ده.

انډونېزیا يې بل مثال دی. تر ټولو زیات مسلمانان هلته ژوند کوي خو حکومتي کونسلونه د جوماتونو د لاؤډسپيکرو څارنه کوي.

د پښتنو وطن کې بیا مامله بدله ده.

يوخوا سخته ګرمي ده زمکې او اسمان خله ورکړې، بلخوا په وطن کې ترهګري روانه ده بې روزګاري ده، بجلي نشته، او روژه هم ده او د پاڅه چې ټوله ټوله شپه يوغريب تاسو د خوبه اوباسۍ نو تاسو او خداې !

چې دغهشوګير ځپلی غريب بهروژه په خله سحر څنګه پاسي چې بچو له سېر وړه اوګټي.

زه به هغه وخت د پښتنو ملیانو ايمان اوګورم چېپه هر کلي او هره کوڅه کې تاسو په جار اووايئ: "چې خودکش حملې په اسلام کې حرامې دي".

هغه د روغاني بابا خبره:

” ای د انتها خاونده ځان دې خوارو زار کړو

ستا د انتها نتيجې سپورې او ښتې

شه داخل په دين کې دومره څومره چې پکار وي

ته دومره داخل شوې چې ترې پورې اووتې “

XS
SM
MD
LG