لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نوازشريف او ځېنې نورو چارواکو نه هیواد نه بهرد پيسو تپوس


درخواست کوؤنکي بيرسټر جاويد اقبال جعفري په خواست کې موقف خپل کړی دی ، که چرته دغه روپۍ واپس ملک ته راوړی شي نو ملک به د قرضونو نه خلاص شي .
درخواست کوؤنکي بيرسټر جاويد اقبال جعفري په خواست کې موقف خپل کړی دی ، که چرته دغه روپۍ واپس ملک ته راوړی شي نو ملک به د قرضونو نه خلاص شي .
د پنجاب صوبې د سترې محکمې په بهر هيوادونو کې د اثاثو يا روبو اېښودو په سر د يو خواست د اوريدنې وروستو د ملک وزيراعظم ميا نوازشريف ، د خيبر پښتونخوا صوبې د حکومتي واکمنه گوند تحريک انصاف مشر عمران خان او د پخواني صدر او پيپلز پارټۍ د شريک چيئرمېن اصف علي زرداري په گډون ۶۳ سياست مدارو ته عدالتي نوټس جاري کړی ، چې محکمه کې دې په دغې اړه ځواب جمع کړي .
نن د نهې په ورځ د لاهور هائي کورټ د قاضي جسټس خالد محمود خان په عدالت کې د دغې خواست اوريدنه شوې وشوه . او عدالت نوټس جاري کړو .
درخواست کوؤنکي بيرسټر جاويد اقبال جعفري په خواست کې موقف خپل کړی دی ، چې زياتره سياست مدارانو په غيرقانوني توگه خپلې اثاثې بهر هيوادونو ته منتقل کړي دي چې شمېره يې نزدې ۳۰۰۰۰۰ مليينه ډالره ده . او نوموړي زياته کړې ده که چرته دغه روپۍ واپس ملک ته راوړی شي نو ملک به د قرضونو نه خلاص شي .

محکمې د مسلم ليگ ډلې مشر او وزيراعظم نوازشريف ، د مسلم ليگ ق مشر چوهدري شجاعت حسېن ، د پيپلزپارټۍ شريک چيئرمين او پخواني صدر اصف علي زرداري او د تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان ته دغه نوټس په داسې حال کې جاري کړی دی .
چې د مسلم ليگ ن ډلې او تحريک انصاف ډلې لخوا وخت په وخت وئيل کيږي . چې خلکو خپلې پېسې بهر منتقل کړي دي ، او دويې به يې ملک ته بيرته راوړي .
عدالت د جون د ۱۵م نېټې پورې کيس ځنډولی او وئيلي دي ، چې کومو کسانو ته نيغ په نيغه نوټسې نه دي جاري کړی شوي ، هغويې به د اشتهارونو د لارې خبرولی شي .
بيرسټر جاويد اقبال جعفري په ۱۹۹۶م کې د ۲۶ سياسي مشرانو په ضد دغه خواست کړی ؤ ، خو وروستو يې پکې بيا بدلون کړی او د نورو سياست مدارو نومونه يې پکې اچولي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG