لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاس ویګاس د پېښې علتونه به معلوموو: د پولیسو مشر


د لاس ویګاس د پولیسو ځايي مشر جوزف لومبارډو ویلي هغه ګنړي پلټنه کونکي به دا معلومه کړي د اتوار د شپې خونړۍ پېښې تر شاه کوم علتونه وو.

تر دې دمه پلټنه کونکي څه نتیجې ته نه دي رسیدلي چې ۶۴ کلن سټیفن پېډوک- یو داسې تن چې په مالي توګه شته من، د جرمونه پخوانی تاریخ نه لري او په ښکاره هیڅ قسمه سخت سیاسي او مذهبي خیالات نه لرل، ولې د اتوار په شپه د موسیقۍ په یوه غونډه ناتاره ډزې وکړي او ۵۹ کسان يې اووژل او د ۵۰۰ نه سېوا يې ژوبل کړل.

په لاس ویګاس کې نهې په ورځ یو خبري کانفرنس ته د وینا پرمهال ښاغلي لومبارډو زیاته کړه دا کار د وړاندې نه پلان شوی په لویه کچه د زیاتو خلکو وژنه وه. هغه ویلي دغه برید کونکي پېډوک ته معلومه وه چې هغه څه کوي.

د امریکا د هوم لینډ سېکورټي یو افسر په دغه مهال ویلي ٫٫ که څه هم تر اوسه څه ثبوت نه دی ترلاسه شوی خو مونږ د ذهني ناروغۍ او د مزغو د خرابیدو خبره نه شو ردولی. ٬٬

د لاس ویګاس ښار د پولیسو مشر په دغه خبري کانفرنس کې تراوسه پورې شوو پلټنو ډیر لږ معلومات څرګند کړل. خو دا يې ویلي چې دغه تن د مېنډیلی بی هوټل د ۳۲م اوتاق یا منزل نه پرله پسې ۹ مېنټه ډزې کړي او بیا يې ځان وژلی.

د پولیسو مشر ویلي د شرابو، تمباکو او وسلو وفاقي ایجنټان د دې خبرې کتنه کوي چې ایا پېډوک هغه اله کارولی چې غیراټومیټک وسلې نه اټومیټک جوړه کړي او په یو ځل ډیرې ډزې وکړي.

د اتوار د ورځې دغه پېښې وروستو پولیسو د هوټل د کوټې نه ۲۳ وسلې او د دغه تن د کور نه ۱۹ ټوپکې ترلاسه کړي. پولیسو د دغه تن د ګاډي نه ډیر کارتوس او چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي.

د لاس ویګاس د پولیسو مشر لومباډو ویلي د سټیفن پېډوک ملګرې مارلیو ډېنلی دامهال په فلپاېن کې ده او د هغې نه به هم معلومات ترلاسه کیږی.

خو لومباډو د هغه یو لک امریکايی ډالرو په اړه څه وه نه ویل کومې چې سټیفن پېډوک د دغه پېښې لږ وخت وړاندې فلپاېن ته لیږلی دي.

د ۶۴ کلن سټیفن پېډوک د هوټل په کوټه کې کیمرې هم لږیدلی وی خو د پولیسو مشر ویلي په دغو کې یوه د خوراک په ریړه یا کارټ لږول شوې وه. خو د کوټې دننه دغه کيمرو کې د ډزو هیڅ قسمه ریکارډنګ نشته.

د هغه په وینا پولیسو او د دغه هوټل امنیت ساتونکو د سمدستي ګامونو پورته کولو سره د سلګونو نور کسانو ژوند بچ کړی دی.

د امریک صدر ډانلډ ټرمپ به نن د لاس ویګاس سفر کوي او هلته به د پولیسو، ابتدايي مرستو کسانو او ژوبلو خلکو سره ویني.

صدر ټرمپ دغه برید کونکي ته یو ٫٫ ذهنی ناروغه تن، یو وهشي،٬ یو داسې تن چې ګنړې مسلی لري بللی وو. صدر ټرمپ د دغه پېښې وروستو د امنیت ساتونکو ادارو کار هم ستایلی. صدر ټرمپ ویلي ٫٫ په لاس ویګاس کې چې څه شوي هغه یوه معجزه وه. دغلته پولیسو ډیر په خه توګه خپل کار ترسره کړی،٬ هغه ویلي په امریکا کې به د وسلو په مسله د وخت سره خبرې کوي.

صدر ټرمپ دغه برید کونکي یو ذهنی ناروغه او وهشي بللی
صدر ټرمپ دغه برید کونکي یو ذهنی ناروغه او وهشي بللی

د دغه برید کونکي تن ورور ایرک هم د پولیسو په شان ګنګس دی. هغه ویلي د هغه کورنۍ په دغه ګام غمجنه شوی.

هغه زیاته کړی وروريې ٫٫ مالداره وو او هیڅ سیاسي او مذهبي تړون يې نه لرلو، نه يې د ذهني ناروغۍ څه پخوانۍ مسله پاتې وه.٬٬ ایرک وړاندې ویلي ٫٫ د هغې سره دومره وسله د کومه راغله، هغه یو داسې تن وو چې په خپل کور کې به پاتې کیدو او لاس ویګاس ته به جوارۍ له تلو،٬

د لاس ویګاس د دغه پېښې وروستو په امریکا او نړۍ کې خلکو د متاثره خلکو لپاره خپل زړونه او جېبونه پرانسي دي. د ژوبلو خلکو لپاره خلاص شوي فنډ کې تر اوسه پورې۳.۷ ملینه ډالره جمع شوي او د وینې ورکونکي هم د ضرورت نه دير شوي.

چارواکو ویلي په دغه چنده یا امدادي پیسو کې خلکو د ۵ ډالرو نه تر ۳ ملینه ډالرو پورې ورکړي او په دغو کې عامو خلکو سره سره لوې لوې دارې او هوټلې هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG