په اسلام آباد کښي د لال مسجد يا سور جماعت سره تړلي شهدا فاونډيشن هاي کوړټ ته خواست کړی دی چې په ټیلي وژن د ښکلا يا د حسن مقابله په نشر کولو دې پابندي ولگوي.
ناقدين وايي داسي خواستونه د يوي ايجنډي تر مخه عدالتونو کښي جمع کيږي خو دا خلق ولي غیر قانونه ټاکل شوو ډلو پرضد خواستونه نه کوي.
په پاکستان کې د حسن د مقابلې اعلان یوې کمپنۍ کړی چې بدن نه غیرضروري ویښته لرې کونکي کریم جوړوي. د ټیلي وژن د حسن د مقابلې خلاف خواست دشهدا فاونډيشن مشرطارق اسد داخل کړی دی. طارق اسد خپله هم وکیل دی.
ډيوه ريډيو سره د خبرو په وخت طارق اسد وويل د بنديز خواست یې ځکه کړی دی چي دغه شان پروگرامونه د پاکستان د کلتور خلاف دي او هندي او غربي کلتور د معرفي کولو هڅه ده.
طارق اسد وویل دغه رنگ پروگرامونه غير اسلامي هم دي.
د مدني ټولني يو فعاله غړي اسد بيگ ډيوه ريډيو ته وويل د طارق اسد په رنگ خلق په هغه غیرقانونه گرځول شوو ډلو بنديز د پاره عدالتونو کښي خواستونه ولي نه جمع کوي چي دلته اوس هم فعاله دي او د ترهگرۍ کارونه هم کوي.
اسد بيگ واي په داسي پروگرامونو د بنديز خبره کيږي چي هيڅ نقصان یې نشته.
شهدا فاونډيشن اسلام آباد کښي موجود لال مسجد سره ټرون لري او په کال ٢٠٠٧ د جومات مشرمولانا عبدل العزيزپه حکم په آبپاره بازار کښي يي د سي ډي دوکانونه په زوره بند کړي وو او غير اخلاقي کاورنو په تور يي پاکستاني اؤ چينايي زنانه هم د جومات طالب علمانو تښتولې وې.
ورستو پوځي عملياتو کښي د مولانا عبدل لعزيز ورور غازي عبدلرشيد ووژل شوي وو.
څه موده ورانډي د دې جومات سره تړلي جامعه حفصه زنانه طالباتو پحقله يوه ويډيو هم خوره شوي وه چې دوي پکې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته د پاکستان راتګ بلنه ورکړې وه.
پاکستان کښي دميډيا څارني ادارې يا پيمرا د خانداني منصوبه بندۍ په اشتهارونو پابندي لگولې وه. دغه شان د موباېل فون او آيس کريم په اشتهارونو هم بنديز لگول شوی وو او د پیمرا وینا وه په دغه اشتهارونو کې به زنانه ؤ په عجيبه نظر سړو ته کتل.