لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاهور کې په يو ځای ۵۰۰۰ جهادي وټران


د پنجاب په لاهور ښار کښې تیره ورځ د پخواني وزیراعظم نوازشریف په خالي شوي څوکۍ باندې دقامي اسمبلۍ لپاره په انتخاباتوکښې د تندروه ډلې پلوي کاندید ( امیدوار) محمد شیخ یعقوب ولې د پنځه زرو نه سېوا ووټونه اخستي ؟

څیړونکي د کیڼ اړخه ګوند پیپلزپارټې په بیلاتو دومره فکر مند نه دي، خو ولې د جماعت الدعوه ګوند غړی شیخ یعقوب 5822 ووټونه ترلاسه کول د څیړنکو لپاره د حیرانیتا خبره ده. امریکا او نور نړیوال قوتونه جماعت الدعوه ګوند یو ترهګره ډله ګرځولې ده.

پاکستان کی د جمهوریت لپاره کارکونکي غیر سرکاري تنظم پلډاټ یو غړی او د سیاسي چارو کارپوه احمد بلال محبوب وي او ای ته ویلي، ٫٫ د محمد شیخ یعقوب پلوي ګوند جماعت الدعوه جهادي تنظېم دی او د جهادی خلکو مرسته جهادیان کوي.٬٬

محمد شیخ یعقوب د پخواني وزیراعظم نوازشریف میرمن بیګم کلثوم نوازشریف سره د مقابلی لپاره په ازاد توګه انتخابي امیدوار وو. او ترهګر ګوند جماعت الدعوه د نوموړي ملاتړکوو.

د جماعت الدعوه پخوانۍ نامه لشکرطیبه وه او امدادي کارونو لپاره د فلاح انسانیت په نوم هم یو اداره لري. یاد ګوند څو ورځې وړاندې په اولسي سیاست کښې د برخې اخستلو لپاره د ملي مسلم لیګ په نامه د سیاسي ګوند جوړولو اعلان هم کړی وو. دغه ګوند دپاکستان د انتخابي کمیشن سره تراوسه ثبت (رجسټرډ) شوی نه دی.

د قامي اسمبلۍ لپاره د لاهور نه د دغه څوکۍ د انتخاباتو په نتیجه کښ ښي اړخه ګوند مسلم لیګ امیدوارې او د نواز شریف میرمن ګته ترلاسه کړی. او بل ښي اړخه ګوند تحریک انصاف دویم ځايی نيسي، دغه شان جهادي تنظم په دریم او ازاد خیاله پیپلزګوند په څلورم مقام باندې ودریږي.

د لاهور انتخابات ښايي پاکستان کښې اته میاشتې وروسته په 2018م کی راتلونکي عمومي انتخاباتو کښې به کیڼ اړخه ګوندونو لکه پیپلزپارټي او ملت پاله ګوندونه لکه عوامي نیشنل پارټي او پښتونخواه ملي عوامي پارټي د مشکل سره مخ کیدالی شي.

د بشري حقونو لپاره کارکونکې جبران ناصر په ټویټر لیکي

د لاهور انتخابونه په سوشل میډیا
د لاهور انتخابونه په سوشل میډیا

پاکستان مسلم لیګ خپلې ګټې ته خوشحاله دی، پاکستان تحریک انصاف په خپله کارکردګۍ مطمین دي، خو دواړه ګوندو سره داسې هیڅ فکر نشته چي د ملګرو ملتونو لخواه ترهګر ګوند دریم پوزیشن تر لاسه کړی.

لاهور د ټولو زیاتې ابادۍ لرونکې صوبې پنجاب سرښار دی، او د پاکستان د سیاسي تحریکونو مرکز ګڼل کیږي. دا ښار په تاریخي توګه لبرال (ازاد خیاله) دی. خو د پخواني پوځي آمر جنرال ضیاالحق او د هغه سیاسي وارث پخواني وزیراعظم نوازشریف د سیاسي سوري لاندي لاهور ډیر بدل شوی دی.

یو وخت وو چي لاهور د پیپلز پارټۍ مرکز ګڼل کیدو، د دغه ګوند پخواني مشر او وزیراعظم ذوالفقار علی بهټو په کال 1970م کې د لاهور نه په 78 زره نه سېوا ووټونه سره بریالی شوی وو. خو اوس داسي نه ښکاري چي کڼ اړخه ګوندونه به د لاهور کی د قامی اسمبلۍ څوکۍ اوګټي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG