لاس رسیدونکی لینک

لاهور:د عوامي تحريک غړو او پوليس ترمينځ نښتې ،۷کسان وژل شوي


د پېښې وروستو په ماډل ټاؤن کې د پي ټي ای د غړو احتجاج او اړی گړی روان دی .
د پاکستان پنجاب صوبې مرکزي ښار لاهور په ماډل ټاؤن سيمه کې د پاکستان عوامي تحريک ډلې ( پي ټي ای ) او پوليس ترمينځ نښته کې د دوه پوليسو او زنانوؤ په گډون لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او د ۵۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي . پي ټي ای د ډاکټر طاهرالقادري ډله ده .
راپورونه وايي د لاهور په ماډل ټاؤن سيمه کې د منهاج القران او پاکستان عوامي تحريک (پي ټي ای ) د مشر ډاکټر طاهرالقادري د ډلي د پلويانو او پوليس ترمينځ نښتې د تېرې شپې راهسې په داسې مهال شوي دي ، چې د پنجاب پوليسو د طاهري القادري د کور او پارټۍ د دفتر مخې ته جوړ کړی شوي خنډان لرې کول .
پوليس چارواکو وئيلي پوليس د خلکو په شکايت د طاهرالقادري د کور او دفتر مخې ته په سړک جوړ کړی شوي خنډان لري کول ، او په دغې مهال د پي ټي ای غړو د پوليس مخه نيولې ، او په پوليس يي حملې کړي دي .
ډاکټر طاهرالقادري وئيلي د پوليسو لخوا د پي ټي ای په غړو نېغ په نيغه ډزې شوي ، او د پارټۍ د ۵ نه تر ۷ پورې غړي پکې وژل شوي ، او په درځنونو نور ژوبل شوي دي .
د پېښې وروستو په ماډل ټاؤن کې د پي ټي ای د غړو احتجاج او اړی گړی روان دی .
چارواکي وايي د پي ټي ای غړو په پوليس ډزې کړي او گټې ورولي دي ، دوه پوليس پکې وژل شوي ، او ۱۷ نور ژوبل شوي دي .
د پنجاب صوبې د قانون وزير رانا ثناالله وئيلي ، طاهرالقادري په خپل کور کې شخصي ملېشا کښېنولې وه ، او په پوليس يې ډزې کړي دي . نوموړي زياته کړې ډېر زر به په ډاگه کړي چې د منهاج القران په سيکرټريټ کې دننه څه روان ؤ .
خو طاهرالقادري تور پورې کړی ، چې پوليس يې د کور دروازې ماتې کړي ، او په کور دننه يي په خلکو ډزې کړي ، او وژلي يي دي . نوموړي د پوځ په سر لښکرجنرال راحيل شريف غږ کړی چې حالات قابو کړي .
لاهور کې پوليس سره نښته کې د پي ټي ای د غړو د وژنې په ضد اسلام اباد ، سيالکوټ ، ملتان او کراچۍ کې مظاهرې شوي ، او متحده قامي مومنټ ډلې پرې د قامي اسمبلۍ نه واک واټ کړی ، او صبا د شورو په ورځ يي د تورې ورځې نمانځلو اعلان کړی دی .
ډاکټر طاهر القادري وئيلي چې پنجاب حکومت د هغه پاکستان ته د راتلو او په ملک کې د انقلاب راوستو مخه نيول غواړي . طاهر القادري د وړاندې نه اعلان کړی ، چې د روانې مياشتې په ۲۳ نېټه به د کېنيډا نه اسلام اباد ته راځي ، او په ملک کې به د انقلاب دپاره تحريک پېلوي .
XS
SM
MD
LG