لاس رسیدونکی لینک

کرم ايجنسي: بمي چاؤدنه کې د يو ماشوم په گډون دوه کسان وژل شوي


کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې وخت په وخت فرقه ايزې پېښې رامخې ته شوي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه کرم ايجنسۍ کې نن د نهې په سحر د سکول د ماشومانو د گاډي سره نزدې يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې د سکول د يو ماشونو په گډون دوه کسان وژل شوي ، او څلور نور ژوبل شوي دي .

د راپورونو ترمخه دغه د پېښه کرم ايجنسۍ د پاړه چنار په نستي کوټ علاقه کې رامنځته شوې ده . او سړک غاړې ته ښخ بم هغه وخت په ريموټ ډزول شوی ، چې کله د سکول د ماشومانو گاډی په سړک تېرېدو .

سرچينې وايي د چاؤدنې له امله د گاډي ډرائيور او يو ماشوم وژل شوي ، او گاډی ته سخت زيان اوختی دی .

پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي ، او امنيتي ځواکونه موقعې ته رسېدلي ، او پلټنې يي پېل کړي دي .

د چاؤدنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستي ، خو په کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې وخت په وخت فرقه ايزې پېښې رامخې ته شوي دي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمه کرم ايجنسۍ کې زياته ابادې د شيعه مسلکو ده ، او په دغې علاقه کې د تېرې يوې مودې پورې د شيعه او سني مسلک سره تعلق لرونکو ترمينځ فرقه ايزه خونړۍ نښتې رامنځته شوي ، او مرگ ژوبلې پکې هم اوختي دي .

بل لور ته راپورونه وايي د خېبرپښتونخوا نوښار رسالپور سيمې نه د څلورو کسان مړي ترلاسه شوي دي .

د پوليسو په وينا دغه کسان په ډزو وژل شوي ، او مړي يي په بوجو کې بند مېلاؤ شوي دي ، او پېژندگلو يي نه ده شوي . مړي د نوښار روغتون ته منتقل کړی شوي دي .

XS
SM
MD
LG