لاس رسیدونکی لینک

خېبرپښتونخوا کې په ۱۲م جنورۍ د سکولونو پرانستو پرېکړه شوې


خېبرپښتونخوا صوبه کې د ۲۸ زرو نه زيات سرکاري او خواؤشا اته زره شخصي سکولونه دي ، او په دغو سکولونو کې نزدې ۵۸لکه ماشومان زده کړې کوي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبه کې حکومت د جنورۍ د مياشتې په ۱۲م نېټه د سکولونو بيا پرانستو فېصله کړې ، او د سکولونو د حفاظت دپاره د سيکيورټۍ کلک گامونه پورته کړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې په ۱۶م دسمبر ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو په حمله کې د ‍۱۳۳ ماشومانو په گډون ۱۴۹ کسان وژل شوي وو ، او د هغې وروستو په ملک کې د ژمي چهټيانې د وخت نه وړاندې اعلان شوې او بيا د امنيت له کبله چهټيانې نورې غځول شوې وې .

د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت په يوه غونډه کې پرېکړه کړې چې تعليمي ادارې بيرته خلاصې کړي ، او په سکولونو او کالجونو کې د کلکو امنيتي گامونو پورته کولو هدايات جاري کړی شوي دي .

د راپورونو ترمخه خېبرپښتونخوا صوبه کې د ۲۸ زرو نه زيات سرکاري او خواؤشا اته زره شخصي سکولونه دي ، او په دغو سکولونو کې نزدې ۵۸لکه ماشومان زده کړې کوي .

د صوبايي حکومت د چارواکو په وينا د تعليمي ادارو د سيکيورټي پلان لاندې پوليس ته د سکولونو فهرستونه ورکړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې د تعليم وزير وائس اف امريکا ته وئيلي ، هغه سکولونه چې قبائيلي علاقو ته نزدې دي او چرته د ترهگرو حملو خطره زياته ده ، هلته د کلکو امنيتي گامونو پورته کولو هدايت ورکړی شوي دي .

د تعليم وزير وئيلي که کوم شخصي سکولونه په حفاظتي هداياتو باندې عمل نه کوي ، نو هغويي ته به د سکولونو پرانستو اجازت نه ورکول کيږي .

هغه زياته کړې ، مونږ د ماشومانو مور پلار ته وايو چې خپله لاړ شي د سکول سيکيورټي وگوري ، او حفاظتي گامونو کې که چرته کمی وي د هغې په اړه انتظاميه خبر کړي او دغه مسله حل کړی شي .

د صوبايي حکومت په وينا د سکولونو او کالجونو د ساتنې دپاره په مقامي سطح د پوليسنگ نظام راوستلی شي ، او دا خبره په مقامي خلکو پرېښودی شوې ده چې چرته ريټائرډ ملازمين وي او هغويي سره خپله وسله وي په حفاظتي ډيوټۍ دې ولگول شي . هغويي ته به د سرکارلخوا پېسې ورکول کيږي او د شخصي سکولونو په بسونو کې به هم وسله په لاس ساتونکي په ځايي کولی شي .

XS
SM
MD
LG