لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبردار! دغنمو غېر معياري تخمونه مه کرئ


ماهرين وايي کورني غنم د تخم په ځآې کارول د جېرب په سر پېداوار هم کم ورکوي او د صحت لپاره هم نقصاني وي
ماهرين وايي کورني غنم د تخم په ځآې کارول د جېرب په سر پېداوار هم کم ورکوي او د صحت لپاره هم نقصاني وي

پاکستان کې د مرکزي حکومت د تخمنو ادارې (سیڈ سرٹیفیکیشن اینڈ رجسٹریشن ) په کرونده ګرو غږ کړې چې د غنمو د زړو او غېر معياري تخمونو په ځآې دې د حکومت لخوا منظور شوي تخمونه اوکري

ددغې ادارې ریجنل ڈائریکٹر الہام الدین وي او ای ډيوه سره خبرو کې زمیدارو تہ خبردارې ورکړو چې دغنمو تخمونه لکه انقلاب۹۱، شفق، بھکر، عبدالستار۲۰۰۲، بختاور۹۳، کےٹی۲۰۰۳، لاثانی، وطن،گلیکسی، اجالا،بے نظیر، گندم۱، او سحر۲۰۰۶ او ځنې نورو د کرلو نه دې ډډه اوکړي

په خېبر پښتونخوا او د افغانستان په ډېرو سيمو کې کرونده ګر د اکتوبراو نومبر په مياشتو کې غنم کري خو په دغه سيمو کې اکثره کرونده ګر د تخمونو د ساېنسي معلوماتو نه بې خبره وي اود غنمو دکروندې په وخت د خپلو خمبو نه زاړه غنم په روايتي ډول په خپلو پټو کې اونولي زرعي ماهرين وايي کورني غنم د تخم په ځآې کارول د جېرب په سر پېداوار هم کم ورکوي او د صحت لپاره هم نقصاني وي

نوموړي د تخم جوڑونکو و او سوداګرو ته خبردارې ورکړو کہ چرې پہ نا منظوره شوو تخمونو خرڅولو کے ککڑ اونیول شول نو په ضد بہ يې د تخم د قانون[سیڈ ایکٹ۱۹۴۷(ترمیم شدہ۲۰۱۵)] د لاندے کاروائی کولی شي۔ د دے قانون لاندے ککړو کسانو تہ ۲00000 روپۍ جرمانے سرہ سرہ درے کالہ قید هم ورکولی شي۔

د غنمو معياري او منظورشوي تخمونه:

ریجنل ڈائریکٹر الہام الدین اووېل د ادارے نہ منظور شوي تخمونو کې پیرسباک۲۰۰۴، پیرسباک۲۰۰۵، پیرسباک۲۰۰۸، پیرسباک۲۰۱۵، ہاشم۲۰۰۸، سرن۲۰۱۰،عطا حبیب۲۰۱۰، پختونخواہ۲۰۱۵، شاہکار۲۰۱۳، نیفاللمہ۲۰۱۳، زام، کے ٹی۲۰۱۰، تاتارا، فخرسرحد، باتور، جانباز، انصاف۲۰۱۵، غنیمت۲۰۱۵، پیرسباک۲۰۱۳، فیصل آباد۲۰۰۸، ملت۲۰۱۱ او آس۲۰۱۱ شامل دي۔

نوموړي ووئیل د تحقیق نه ثابته شوې ده چې کوم تخمونه حکومت منې کړي په دغې کې په اکثروتخمونو باندې يو شمېر داسې مرضونه لګي چې نه يوازې زميندارو ته نقصان ورکۍ بلکه دغه مرضونه ځمکې ته هم انتقالوي

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG