لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ کې اووه کسان وژل شوي


د سيمې د ځايي خلکو په وينا په هدف شوې کورنۍ د هيچا سره دښمني نه وه .
د سيمې د ځايي خلکو په وينا په هدف شوې کورنۍ د هيچا سره دښمني نه وه .
د خيبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د نامالومه کسانو په ډزو کې د يوې کورنۍ د يوې زنانه او يو ماشوم په گډون اووه کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د جمعې په سحر وختې د صوابۍ ضلعې يارحسېن سيمې په گل اباد کلي کې رامنځته شوې ده . د ځايي خلکو په وينا د دغې کورنۍ چې په نخښه شوې ده ، د کورنۍ کسان په گاډي کې پېښور ائرپورټ ته روان وو ، او دوه تنه پکې سعودي عرب ته تلل . چې نامالومه کسانو پرې ډزې اوکړې .
د ډزو له امله مړي او ژوبل د صوابۍ روغتون ته وړل شوي دي .
د صوابۍ ضلعې ډپټي کمشنر کامران افريدي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي ، دويې د پېښې پلټنې پيل کړي دي . خو داسې مالوميږي چې پېښه د شخصي دښمنۍ په نتيجه کې رامنځته شوې ده .
خو د سيمې د ځايي خلکو په وينا په هدف شوې کورنۍ د هيچا سره دښمني نه وه .
د راپورونو ترمخه د پېښې وروستو د سيمې خلکو احتجاجاً مړي د مردان او نوښار په لويې سړک اېښودي ، او تر څو ساعتو يې سړک بند کړی ؤ .
صوابۍ ضلع کې وخت په وخت دغه رنگ پېښې رامنځته کيږي ، چې د زياترو علت پکې شخصي دښمنۍ او قلنگ يا د تاوان روپۍ نه ورکول وي .
خو د دې ترڅنگ په سيمه کې د ترهگرۍ پېښې هم مخې ته راغلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG