لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مدرسې به د خېبرپښتونخوا حکومت سره خپله نوم لیکنه یا رجسټریشن کوي


د مذهبي تندروۍ مخه نیولو او په دیني مدرسو د حکومت نظر زیاتلو لپاره به په خېبر پښتونخوا کې موجودې مدرسې د حکومت سره خپله نوم لیکنه یا رجسټریشن کوي.

صوبايي حکومت په دې اړه د صوبې اووه واړه تعلیمي بورډونو ته په خپله خپله علاقه کې د مدرسو د رجسټریشن هدایات جاري ورکړی شوي دي.

په پاکستان کې د ډیر وخت راهسې په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کیږي او بنیادي مقصد يې دا ویل کیږي چې مدرسې دې په نصاب کې هم د جدید دور مضامین شامل کړي چې دا رنگ د مدرسو دلارې د خیرېدونکي مذهبی تندورۍ مخه ونیول شي. د مجوزه اصلاحاتو دلارې حکومت په مدرسو خپل نظر هم زیاتول غواړي.

افغان مامورین وايي د وسله والو افغان طالبانو یوه لویه برخه په پاکستاني مدرسو کې تربیه کیږي.

څیړونکي وايي د مدرسو د اصلاحاتو اقدام د مدرسو او د مذهبي ډلو د مزاحمت په وجه نه عملي کیږي.

په پاکستان او په خېبر پښتونخوا کې د مدرسو په شمیره کې د اضافې او د مدرسو د مقبولیت یوه وجه څیړونکې د ریاست د تعلیم په نظام کې نیمگړتیاوې هم گڼي چې حکومت ولس ته د معیاري تعلیم سهولتونه په مناسب ډول برابرولو کې د ناکامۍ سره مخامخ دی.

د مدرسو د رجسټریشن د خېبر پښتونخوا حکومت د اقدام په اړه نور تفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG