لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت صوبه کې د کښت لپاره د ١٠ نوو تخمونو تصدیق کړی


 د غنمو په منظور شوو تخمونو کې د پیر سباق فارم درې تخمونو شامل دي. په دې کې د باراني ځمکو دپارہ ودان ٢٠١٧ ، د اوبو د لاندې ځمکو دپاره ښایسته ٢٠١٧ او د پسینه کر دپاره پسینه ٢٠١٧ تخمونه دي
د غنمو په منظور شوو تخمونو کې د پیر سباق فارم درې تخمونو شامل دي. په دې کې د باراني ځمکو دپارہ ودان ٢٠١٧ ، د اوبو د لاندې ځمکو دپاره ښایسته ٢٠١٧ او د پسینه کر دپاره پسینه ٢٠١٧ تخمونه دي

د خیبرپښتونخوا حکومت او د تخمونو د څیړنې صوبايي ادارې سیډ کونسل د لسو نوو تخمونو سرټیییفیکیشن کړی دی یا یې په صوبه کې د کښت دپاره منظور کړي دي.

په نوو تخمونو کې اووه د غنمو، دوه د گني او مونگ دالو یو قسم شامل دی.

د تخمونو د څیړنې اداره د صوبې په مخلتفو برخو کې د فصل د پیداوار او ابو او هوا په لحاظ مختلف تخمونه معارفي کوي.

د غنمو په منظور شوو تخمونو کې د پیر سباق فارم درې تخمونو شامل دي. په دې کې د باراني ځمکو دپارہ ودان ٢٠١٧ ، د اوبو د لاندې ځمکو دپاره ښایسته ٢٠١٧ او د پسینه کر دپاره پسینه ٢٠١٧ تخمونه دي.

د گنو پہ دوو تخمونو کې اسرار شہید ایس سی ۲۰۱۷ او قیوم ایس سی ۲۰۱۷ شامل دي.

د نیفا ادارې د باراني ځمکو دپارہ د نیفا امن پہ نوم، د ڈی آئی خان د څیړنې ادارې د آبی ځمکې دپارہ شاہد او د بارانی ځمکو دپارہ د اسرار شہید پہ نوم تخمونہ تجویز کڑي وو.

د کوهاټ باراني یونیورسټۍ په باراني سیمو کې د کښت دپاره کوهاټ ۲۰۱۷ تخم غور ټاکلی دی.

په پیرسباق فارم کې دغنمو د نوي تخمونو څیړنکار ډاکټر گلزار وویل چې د صوبې٦٠ فیصدہ ځمکه بارانی دہ او د خوراک خپل ضرورت نشي پوره کولی.

ډاکټر گلزار وايي په تخمونو ځکه څیړنه کوي چې تخم دوه یا درې کاله ښه فصل ورکړي خو بیا په موسم کې د بدلون په وجه یې پیدوار متاثره شي. هغه زیاته کړه چې ضروري خبره ده تخمونو د څیړنې ادارې د نوو تقاضو سره سم تخمونه راوباسي چې دا رنگ کرونده گر د فصل نه پوره پوره گټه اخلي.

د گنې د نوي تخمونو پہ حوالہ ڈائریکٹر محمد طاہر خان وايي چې ٧٧ ۴٠٠ یا ستتر چار سو په نوم تخم ڈیر پیداوار کوي خو دا تخم اوس زوڑ شوی دی او د مرضونو حملہ پرې پہ اسانہ کیدی شي نو ځکه کروندہ گر لہ د دې متبادل تخم کرل پکار دي چې پکې اسرار شہید ایس سی ۲۰۱۷ او قیوم ایس سی ۲۰۱۷ تخمونه شامل دي.

د زراعتو د پلاننگ ډایریکټر محمد بشیر وايي چې سږ کال بہ تخم کم وي خو پہ اینده کال کې به کروندہ گرو تہ پہ زیات مقدار کې نوي تخمونہ ورکړی شي.

یادہ دي وي چې پہ صوبہ کې لس لکہ هیکټر ځمکه باندې گنی او خواو شا نورلس لکہ هیکټر ځمکه باندې غنم کرل کیږي او د حکومت د تخمونو ادارې د ضرورت څلور فیصدہ تخمونہ کروندہ گر تہ رسوی او باقی کروندہ گر خپل غم پخپلہ کوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG