لاس رسیدونکی لینک

د کال ٢٠١٥ م راهسې په خیبرپښتونخوا کې ١٥٥ مشکوک وسله وال وژل شوي او یا گرفتار شوي


د ترهګرۍ پر ضد جوړې خوصوصي ادارې کاونټر ټیررازم ډیپارټمنټ، سي ټي ډي، ویلي د کال ٢٠١٥م راهسې د قامي سلامتیه تګلارې یا نیشنل ایکشن پلان د لاندې يي په خیبر پښتو نخواه کې تروسه ١٥٥ هغه ترهګر نیولي او یا يي وژلي چې حکومت يي په سر انعام مقرر کړی و.

سي ټې ډي سي په خپل رپورټ کې لیکي په مجموعی توګه یی ١٣٧٣ ترهګر نیولي دي او په ګرده صوبه کی يي ٨٠٢٥١٦ کورونه لټولي.

رپورټ لیکی چی امنیتی ځواکونو تروسه په ټوله صوبه کې ٢٩٨٨٧ مقدمې د هغه خلکو پر ضد درج کړي چی خپل کورونه يي په کرایه ورکړي وو او یا یي خلکو ته عارضي استوګنې لپاره ځاې ورکړی و خو ددې تفصیل یي مقامي پولیس سره نه و شریک کړي.

هم د غه شان ٣٩٨١ مقدمی د هغه هوټلونو خلاف هم درج شوي چی میلمنو ته يي بغیر د څه تصدیق ځایونه ورکړي وو.

ترهگرۍ پرضد د حکومتي عملیاتو په اړه د امنیتي چارو د تحقیق ادارې سینټر فار ریسرچ اینډ سیکورټی سټډیز ترجمان شمس مومند وايي په تیرو کالونو کی نیپ عملیات خو کړي دي خو نیول شوو کسانو ته د سزاگانو شرح ډیره کمه ده. هغه وايي ترڅو چی ترهګرو ته سزا نوي ورکړی شوي نو ترهغه پوری داسی اقدامات ګټور نشی ثابتیتدی.

ښاغلی مومند وايي صرف په ګرفتارۍ کار نه کیږي ترڅو چی دغه خلکو ته واضحه سزاګانی نه وي ورکړی شوي نو د هغه نورو ترهګرو حوصله نشي ماته چی دی اړخ ته د راتللو اراده لري.

دویم د هغه دناکه بندو (پوستو) په اړه خلک ډیر اندیښمند دي چی دوی ځاې پرځاې لګوي او په خاصه توګه کوم چی مستقل د ٢۴ ګنټو لپاره لګولی شوي.

رپورټ زیاته وي چی امنیتی ادارو په خیبر پښتونخواه کی ٣٣١٣۴ د لټني عملیات کړی چی پکی د ١٥٠٩٠٠ مشکوک کسان نیولی شوي، او ١٦١٢ کلو ګرام بارودی مواد او ۴٢٢ناقانونه وسله هم قبضه کړی شوی ده.

رپورټ لیکي چی تروسه ٥٧٣٠ داسی مقدمی د هغه خلکو پر ضد درج شوی چی د لاوډ سپیکر غیرقانونه استعمال کولو او په دغه لړ کی یي ٥٩٨٩ کسان هم نیولی دي.

دی د رپورټ ترمخه ١٥٩٢ داسی مواد امنیتی ځواکونو په خپل قبضه کی اغستی کوم کی چی د کرکی او د نفرت سبق ورکولی کیدو او دغه لړ کی یی ٣٢۴ کسان هم ګرفتار کړی.

رپورټ لیکی چی امنیتی ځواکونو د غیرقانوني افغان کډوالو پرضد عملیت کړي او ٣۴٦٩٦ هغه افغانان چی د شناخت او نور کاغذات يي نه لرل ګرفتار کړي او افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG