لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د ترهګرۍ پرضد عدالتونو نه ۵۲ فیصده ملزمان بري کیږي: رپورټ


په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پرضد جوړو خصوصي عدالتونو کې په کال ۲۰۱۶م کې ۵۲ فیصدي ملزمان د ثبوتونو دنشتوالي، د شک په فاېدو او نورو علتونو له امله بری شوي او یواځې ۲۸ فیصده ملزمانو ته سزا ورکړی شوې.

صوبايي اسمبلۍ ته ویل شوي په ساېنسي بنیادونو د پلټنو یا تفتیش نشتوالی، د مقدمو لپاره د پېسو کمی، د شهادتونو نه ورکول، ایف اېي ار ناوخته درج کول، د تصویرنو یا عکسونو نه وړاندې کول، د عدالتونو لخوا پولیسو ته د ملزمانو ریمانډ نه ورکول او د ډي این ای یا فارنزک لیبارټرۍ نشتوالي له امله زیات تره ملزمان د مقدمو نه بري کړی شي.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزارت لخوا د کال ۲۰۱۶م د رپورټ احوال نن صوبايي اسمبلۍ ته هم وړاندی شوی او په دغه رپورټ کې د تیر کال د ترهګرۍ پرضد جوړو خصوصي عدالتونو احوال وړاندې شوی.

د رپورټ تر مخه په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د مخنیوي په ۱۳ عدالتونو کې په کال ۲۰۱۶م کې ۲۴۰ مقدمو اورونه شوې ده او په دغو کې یواځې ۶۷ کسانو ته سزا او ۱۲۴ ملزمان بري شوي دي. په دغه کال کې ۱۰۷ کسان د شک په بنیاد بري کړی شوي.

د خېبر پښتونخوا د پراسېکوشن یا استغاثې محکمې په دغه رپورټ کې وېل شوي په عدالتونو کې د قضیو یا کیسونو شمیره کله کمه او کله سېوا شي.

د محکمې لخوا اسمبلۍ ته وېل شوي په ګرده صوبه کې د ترهګرۍ پرضد ۱۳ خصوصي عدالتونه جوړ دي او په دغو کې ۵ په ملاکنډ ډویژن کې فعاله دي.

د ملاکنډ ډویژن په عدالتونو کې په کال ۲۰۱۵م کې ۵۷ قضېې اورول شوې وې کومې چې تیر کال ۲۷ ته راکمې شوي دي.

د قانون وزارت د کال ۲۰۱۶م دغه رپورټ نور حال د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله نه په لاندیني لنک واورۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG