لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ : بمي چاؤدنه کې ١٢ کسان وژل شوي


د ځائي خلکو په وينا چاؤدنه کې زياتره عام خلک په نخښه شوي دي .
د ځائي خلکو په وينا چاؤدنه کې زياتره عام خلک په نخښه شوي دي .

د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې د پوليس لائن سره نزدي بمي چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي . د صوبې د پوليس مشر ناصر دراني په وينا دغه چاؤدنه کې د سورولو ډک يو سوزوکي گاډی په نخښه شوی دی او زياته مرگ ژوبله هم په دغې گاډي کې ناستو خلکو ته اوړېدلې ده .

د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې د پوليس لائن سره نزدي بمي چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي .
د پوليسو په وينا دغه پېښه د اتوار په ماسپخين د کوهاټ په پېښور نومې چوک کې شوې ده . پېښه کې ژوبل کسان د کوهاټ روغتون ته وړل شوي دي ، او پوليس علاقه په گېره کې اخستې ، او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .
د خيبر پښتونخوا صوبې د پوليس مشر ناصر دراني په وينا دغه چاؤدنه کې د سورولو ډک يو سوزوکي گاډی په نخښه شوی دی او زياته مرگ ژوبله هم په دغې گاډي کې ناستو خلکو ته اوړېدلې ده .
د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي وئيل چاؤدنه کې نزدې د پينځه کلو پورې بارودې مواد کارول شوي ، او بم ډسپوزل سکواډ والا دا مالوموي چې چاؤدنه په دغه گاډي کې بارودي مواد ځايې په ځايې شوي ؤ هغه ډزول شوي دي يا په دغه ځائې کې بم اېښودل شوی ؤ .
دناصر دراني په وينا د پېښې په اړه پلټې کولی شي ، ولې داسې مالوميږي چې دغه بريد په قبائيلي سيمو کې د وسله والو په ضد د روانو عملياتو په غبرگون کې شوې وي .
د ځايې خلکو په وينا د کوهاټ پېښور چوک هغه ځايې دی په چې قبائيلي سيمو ، بندوبستي علاقو او د صوبې مرکزي ښار ته گاډي په لارتېريږي .او په دغې چاؤدنې کې زياتره عام خلک په نخښه شوي دي .
د چاؤدنې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .
کوهاټ کې دغه بمي چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې نن سحر د قبائيلي علاقې خيبر ايجنسۍ په تيراه سيمه کې پاکستاني پوځ د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د جنگيالو په پټو ځايونو بمباري کړې او د راپورونو ترمخه په بمبارۍ کې ۲۰ جنگيالي وژل شوي دي .
تېره ورځ په هنگو او د هغې نه وړاندې په قبائيلي سيمو خيبر ايجنسۍ او شمالي وزيرستان کې پرله پسې د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د جنگيالو په ضد عمليات په داسې حال کې شوي دي .
چې په کراچۍ کې پوليس باندې بمي بريد کې د ۱۳ پوليسو د وژنې زمه واري طالبانو قبوله کړه او بيا د مهمند ايجنسۍ د طالبانو لخوا د ۲۳ ملېشې عسکرو د وژنې وروستو د پاکستاني
حکومت او طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي خبرې ځنډېدلي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG