لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حيدراباد : درې پوليس په ډزو وژل شوي


د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه د حيدراباد په لطيف اباد سيمه کې هاغه وخت رامنځته شوې ، چې پوليس په سيمه کې د گشت په ډيوټۍ مامور وو .
د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه د حيدراباد په لطيف اباد سيمه کې هاغه وخت رامنځته شوې ، چې پوليس په سيمه کې د گشت په ډيوټۍ مامور وو .

د پاکستان سندهـ صوبې په دوهم لويې ښار حيدراباد کې د اتوار په شپه نامالومه وسله والو د پوليس په موبائيل ډزې کړي ، چې له امله يې موبائيل کې سواره درې پوليس وژل شوي ، او د يو بل پوليس په گډون دوه نور لاروي ژوبل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا دغه پېښه د حيدراباد په لطيف اباد سيمه کې هاغه وخت رامنځته شوې ، چې پوليس په سيمه کې د گشت په ډيوټۍ مامور وو .

د راپورونو ترمخه د ډزو له امله موبائيل کې ناست څلور واړه پوليس ژوبل شوي ، او بيا پکې روغتون کې درېو د علاج په وخت ژوند دلاسه ورکړی دی .

د پوليسو په وينا ډزې کوؤنکي نامالومه وسله وال په موټر سائيکل راغلي ، او د پېښې وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .

د حيدراباد د پوليس مشر ډي ائي جي ثناالله عباسي مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، پوليس باندې بريد په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روان پوځي اپرېشن غبرگون کېدی شي .

له دې وړاندې د کراچۍ پوليس مشر اډيشنل ائي جي غلام قادرتهيبو وئيلي ، چې په شمالي وزيرستان کې د روانو عملياتو په غبرگون کې کراچۍ کې د قانون نافذؤنکو ادارو په غړو او سرکاري املاکو باندې ترهگريز بريدونه کېدی شي .

وزيراعلي سندهـ قائم علي شاه د حېدراباد د پېښې نوټس اخستی ، او د ملزمانو د نيولو هدايات يي جاري کړي دي .

بل لور ته د اتوار په ورځ کراچۍ ښار کې هم د تشدد په پېښو کې د مذهبي ډلي د دوه غړو په گډون څلور کسان وژل شوي ، او رېنجرو د عملياتو په مهال د دوه مبيينه ترهگرو د وژنې ادعا کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG