لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلي: د پښتنو سپکول دې ودرول شي


په پاکستان کې د ترهگرۍ د ورستیو پیښو ورسته په پنجاب او سند کې پښتانه وايي پولیس ورسره زور زیاتی کوي
په پاکستان کې د ترهگرۍ د ورستیو پیښو ورسته په پنجاب او سند کې پښتانه وايي پولیس ورسره زور زیاتی کوي

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د مرکزي حکومت نه غوښتلي چې په پنجاب، سيندهـ او د پاکستان د انتظام لاندې کشمير کې دې د پښتنو بې ځايه زورول او سپکول ودرول شي.

اسمبلۍ په یو منظور شوي قرار داد کې په یادو سیمو کې د پښتنو په زورولو او سپکاوي سختې اندېښنې څرګندې کړې دي.

نن په اسمبلۍ کې یواځې په دغه مسله بحث وشو او قرارداد د پاکستان پيپلزپارټې پارليمنټيرين صاحبزاده ثناالله وړاندې کړو، په قرارداد کې وويل شو،

" پنجاب،کشمير او سندهـ کې د پښتنود نيولوپه لړۍ ټول پښتانه او پښتونخوا اندېښمنه ده، او د ټولې پښتونخوا خلک په دې قهريدلي او خفه دي "

د پاکستان تحريک انصاف غړي شاه فرمان د اسمبلۍ غونډې ته خپله وينا کې وويل په دې مسله د مرکزي حکومت خاموشي ښايي چې د پښتنو زورول د يو لوي سازش لاندې کيږي،

"په دې مرکزي حکومت هم غلی دی، په خپل هيواد کې به نوم ليکنه کوو؟دا د پنجاب د اولس فيصله نه ده، دا د مسلم ليګ ن فيصله ده، زه ګڼم چې دا د ن او پښتون مسله ده، دا د ښمن ايجنډا ده زه د پنجاب د اولس نه خفه نه يم"

د عوامي نيشنل ګوند سردار حسين بابک اسمبلۍ ته وويل ښکاري چې دا جنګ د ترهګرۍ نه بلکه د پښتنو د سپکولو دی،

" دا چې وايي مونږ د ترهګرۍ ضد جهګړه کوو، خو ښکاري چې دا د ترهګرۍ ضد جنګ نه بلکه دا د پښتنو دسپکاوي دپاره پېل کړی شوی دی "

د پاکستان پيپلزپارټۍ نګهت اورکزۍ وويل چې پښتانه هم د ترهګرۍ ښکار دې او هم ورته ترهګر ويل کيږي،

" کله چې ميندې او خويندې خپلو وژل شوو بچو او وروڼو ته ژاړي هغه هم پښتون وي،ښځې چې بې مېړه کيږي هغه هم پښتنې وي،ماشومان چې يتیمان کيږي هغه هم د پښتون دي، او پنجابيان وايي چې پښتانه ترهګر دي "

د جماعت اسلامي عنايت الله خان خپله وينا کې وويل مسله د پنجابي اولس نه بلکه د هغې سوچ ده د کوم نه چې وړاندې هم د پاکستان يو والي ته زيان رسېدلی وو،

" زه د پنجاب د اولس خبره نه کوم زه د پنجابي ذهنيت خبره کوم،که دا ذهنيت بدل نه کړی شو نوزه ګڼم چې دا به د پاکستان يو والي د راتلونکې دپاره ښه نه وي "

د مسلم ليګ ن رشاد خان وويل په پنجاب او سندهـ صوبه کې د پښتنو د زورولو تورونو لګولو نه وړاندې د دې خبرې پلټنې پکاردي. چې د دې خبرې جرړو ته ورسيږو.

د قامي وطن پارټې بخت بيدارخان وويل چې په دې لويې قامي مسله ټولو سياسي ګوندونو له د يوې ورځې دکاربنديز اعلان کول پکار دي

" پنجاب کې پښتنو سره زياتی روان دی، پنجابيان په هره مسله پښتنو سره زياتي کوي " .

د اسمبلۍ د زياتره غړو وينا وه چي دوي ته د پنجاب صوبې د پوليس د زياتي او بې د څه وجې د پښتنو د نيولو راپورونه راغلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند جعفر شاه په اسمبلۍ کې يوه پېښه بيان کړه چې، د کالام يو تن ګجرات کې مزدوري کوله،پوليسو ونيولو او ورته ويلي وو چې د پښتنو د صوبې ټول اوسيدونکي ترهګر دي.

په خېبرپښتنونخوا کې د سياسي ډلو او مشرانو لخوا پنجاب کې د پښتنو زورولو پرضد اوچتېدونکي اواز ته نه خو د پنجاب حکومت او نه بيا په مرکز کې د مسلم لیګ ن ډلې حکومت کوم غبرګون ویلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG