لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : طالبانو د تښتول شوؤ کسانو څخه گڼ شمېر خوشي کړي دي


ځيني راپورونه وايې تښتول شوؤ کې ۷ کسان نه دي خوشې کړی شوي او نور ټول راپرېښودی شوي دي
ځيني راپورونه وايې تښتول شوؤ کې ۷ کسان نه دي خوشې کړی شوي او نور ټول راپرېښودی شوي دي
د قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ او اورکزۍ ايجنسۍ د پولې حيدر کنډاؤ څخه وسله والو طالبانو تښتول شوؤ کسانو کې ۹۳ کسان خوشي کړي ، او ۷ نور کسان يې تراوسه لانه دي پرېښودي . ولې ځينې سرچينې وائې چې طالبانو سره د ۷ؤ څخه زيات کسان لا په قېد کې دي .
د راپورونو ترمخه د قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ او اورکزۍ ايجنسۍ په پوله د پرتې سيمې تېراه د حيدر کنډاؤ څخه وسله والو طالبانو د خالي په ورځ د ۱۰۰ نه زيات ځائي کسان هغه وخت تښتولي وو ، چې کله په دغه ځايې کې د نشئي توکو مېله روانه وه .
د سرچينو په وينا وسله والو طالبانو ميله کې راغونډ شوي کسان يرغمال کړل او ډير يې ترې بيا ځان سره بوتلل ، ولې ۹۳ يې وروستو خوشي کړي دي . او څو کسان يې وس هم لا نه دي پرېښودي .
ځيني راپورونه وايې تښتول شوؤ کې ۷ کسان نه دي خوشې کړی شوي او نور ټول راپرېښودی شوي دي .

د ځايي خلکو په وينا د تښتول شوؤ کسانو تعلق د برقمبرخيلو سره دی .
د خيبر ايجنسۍ چارواکو د دغو کسانو د تښتولو پخلی کړی دی ، او د راپورونو ترمخه د تښتول شوؤ کسانو د راخلاصولو دپاره عمليات هم پېل کړی شوي دي .
ځائي چارواکو وئيلي حيدرکنډاؤ هغه سيمه ده ، چرته چې د حکومت عملداري نشی ، ولې د ځايي قبائيلي مشرانو د لارې هڅې رواني دي ، چې د وسله والو څخه تښتول شوي نور کسان هم راخلاص کړي .
د تيراه سيمې څخه د وسله طالبانو لخوا ځائي خلک په داسې حال کې تښتول شوي ، چې د حکومت او طالبانو ترمينځ د روغې جوړې خبرې رواني دي . او په ورستيو کې د طالبانو د دوه ډلو ترمينځ نښتې هم رامنځته شوي دي ، چې پکې مرگ ژوبله هم اوړېدلی ده .
بل لورته د طالبانو لخوا د جنگ بندۍ وخت دوه ورځې وړاندې سرته رسېدلی دی ، د ټي ټي پي لخوا تيره پوره مياشت او بيا د اپريل د ۱۰م نېټې پورې د جنگ بندۍ اعلان شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG