لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : د جيټ الوتکو بمبارۍ کې ٢٤جنگيالي وژل شوي


د طالبانو د اوربند ماتولو وروستو دا په لمړي ځل عمليات دي ، چې امنيتي ځواکونو د جيټ الوتکو د لارې وسله وال جنگيالي په نخښه کړي دي .
د طالبانو د اوربند ماتولو وروستو دا په لمړي ځل عمليات دي ، چې امنيتي ځواکونو د جيټ الوتکو د لارې وسله وال جنگيالي په نخښه کړي دي .
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په باړه اؤ جمرود تحصيلونو کې دزيارت په ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه ٢٤ شکمن جنگيالي وژل شوي اؤ ٢٠ نور ژوبل شوي دي.
دغه شکمن جنگيالي په خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې اؤ فضائي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي دي.
سرچينې وائي دباړې په اکاخيل سيمه کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې دتندروه ډلو لشکراسلام اؤ تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) جنگيالي په نخښه کړل شوي دي.
سرچينې وائي چې دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو دخيبرايجنسۍ په تور دره، دوا توئي، سپيره دام، ميروخيل، دتيراه په کوکي خيل اؤ داکاخيل په خواؤشا سيمو کې فضائي حملې ترسره شوي دي.
استخباراتي سرچينې وائي چې په دغو فضائي حملو کې وژل شوي زياتره تندلاري اوس اوس دخيبرپښتونخوا دپيښور په بډه بيره ، چارسده اؤ داسلام اباد سبزۍ منډۍ اؤ چمن سيمو کې ترسره شوؤ حملو کې ککړ وؤ.
د خيبرايجنسۍ په تيراه او باړه تحصيل کې نن د زيارت په ورځ د وسله والو جنگيالو په ضد د امنيتي ځواکونو لخوا دغه فضايي عمليات په داسې حال کې شوي ، چې د اپريل په ۱۰م نيټه تحريک طالبان پاکستان د اوربند ماتولو اعلان کړی ؤ .
او د طالبانو د اوربند ماتولو وروستو دا په لمړي ځل عمليات دي ، چې امنيتي ځواکونو د جيټ الوتکو د لارې وسله وال جنگيالي په نخښه کړي دي .
د سرچينو په وينا د جيټ الوتکو بمباري د تيراه کوکي خيلو په علاقه کې شوي ، او وئيل کيږي چې دغه سيمه د طالبانو د طارق افريدي په واک کې ده .
او بل لور ته د باړې تحصيل په زخه خيلو کې فضايي عمليات شوي ، او سرچينې وايي په دغه سيمه کې د اورکزو ايجنسۍ طالبان فعاليت لري .

د راپوورنو ترمخه په عملياتو کې د جنگيالو پټ ځايونه هم تباه کړی شوي دي . خو سيمې ته د ميډيا د نه رسيدو ، او ازادو سرچينو لخوا د دغو عميلياتو په اړه کره تفصيل مخې ته نه دی .
خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو د جيټ الوتکو عمليات په داسې مهال کړي دي ، چې د شورو په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې د کورنو چارو د مرکزي وزير چودهري نثار علي خان په مشرۍ کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي کميټو غونډه شوې ده .
د غونډې وروستو د طالبانو د کميټۍ مشر مولانا سميع الحق ميډيا سره خبرو کې وئيلي ؤ ، چې دواړه کميټۍ د اوربند غځولو په خبره صلاح شوي دي .
په دغه غونډه کې طالبانو سره په راتلونکې کې د امن خبرو ، د غيرپوځي قيديانو په خوشي کولو او د امن خبرو دپاره په محفوظ ځاي ټاکلو هم خبرې شوې وې .

ولې څو ورځې وړاندې د طالبانو د اوربند د ماتولو د اعلان وروستو د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان وئيلي ؤ ، چې په داسې حالاتو کې د امن خبرو عمل مخ په وړاندې بوتلل بې مقصده دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG