لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي : فضايي عملياتو کې ۱۸ جنگيالي وژل شوي


په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ٫٫ خېبر ون ٬٬ په نوم تېره اوونۍ عمليات پېل کړي دي .
په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ٫٫ خېبر ون ٬٬ په نوم تېره اوونۍ عمليات پېل کړي دي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې پوځ د جنگي الوتکو د لارې عمليات کړي ، او بمبارۍ کې ۱۸ جنگيالي وژل شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه تازه عمليات د خالي په شپه ناوخته باړه تحصيل کې ترسره شوي او جيټ الوتکو د جنگيالو ځالې په هدف کړي ، او ۱۸ جنگيالي پکې وژل شوي دي . سرچينې وايي په عملياتو کې د جنگيالو د وسلو ذخيرې هم تباه کړی شوي دي .

په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د وسله والو جنگيالو په ضد تازه عمليات د ٫٫ خېبر ون ٬٬ اپرېشن برخه ده ، کوم چې تېره اوونۍ پېل کړی شوي دي .

د پاکستان پوځ د جون د مياشتې راهسې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ملکي او بهرملکي وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، چې پکې تراوسه پورې چارواکي ادعا کوي ، د ۱۱۰۰ نه زيات جنگيالي وژل شوي دي .

وئيل کيږي په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له کبله وسله وال خېبرايجنسۍ ته تښتېدلي ، او هلته پټ شوي دي . او په سيمه کې له وړاندې نه بېلابيلې وسله واله ډلې شتون لري .

د راپورونو ترمخه خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم پېل کړی شوؤ عملياتو کې تراوسه پورې د دوه درځنو نه زيات وسله وال جنگيالي وژل شوي دي . او دغه عمليات چې وس هم د باړې تحصيل او لرې پرتې سيمې تېراه سره په نورو علاقو کې دوام لري ، د دغوعملياتو له کبله د خلکو د کډو کولو سلسله هم روانه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG