لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي : د جنگي الوتکو بمبارۍ کې ۱۵ جنگيالي وژل شوي


له دې وړاندې هم د خيبرايجنسۍ په مختلفو علاقو کې پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد د جيټ الوتکو د لارې بمبارۍ کړي دي .
له دې وړاندې هم د خيبرايجنسۍ په مختلفو علاقو کې پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد د جيټ الوتکو د لارې بمبارۍ کړي دي .

د پاکستان قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې نن د جمعې په ورځ پوځ د جنگي الوتکو د لارې بمبارۍ کې د وسله والو د ځالو په نخښه کولو او د ۱۵ جنگيالو د وژنې ادعا کړې ده .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د ترهگرو په ضد په کاميابۍ سره عمليات دوام لري او تازه فضائي بمباري د خېبرايجنسۍ په جمرود تحصيل کې شوې ده .

د امنيتي سرچينو ترمخه بمبارۍ کې د مشکوک وسله والو درې پټې ځالې تباه کړی شوي ، او دغه عمليات د سپاه ، ملکدين خېلو او چهپري په علاقو کې ترسره شوي دي .

له دې وړاندې هم د خيبرايجنسۍ په مختلفو علاقو کې پوځ د وسله والو جنگيالو په ضد د جيټ الوتکو د لارې بمبارۍ کړي ، او د يو شمېر جنگيالو او د هغويي دځالو تباه کولو ادعاوې يي کړي دي .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د روان کال د جون په مياشت کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او پوځ ادعا کوي چې تراوسه پورې په دغو ترسره شوؤ عملياتو کې د ۱۰۰۰ نه زيات ملکي او بهر ملکي جنگيالي وژل شوي او عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

شمالي وزيرستان کې دعملياتو ترڅنگ پوځ په خېبرايجنسۍ کې هم د جنگي الوتکو او هيلي کاپټرو د لارې وخت په وخت د جنگيالو په ضد فضائي عمليات کوي .

په عېن حال کې چې ضرب عضب اپرېشن روان دی ، او د دغې اپرېشن څخه د شمالي وزيرستان نه د لسو لکو بورې ځايي خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي .

په ورستيو کې په خېبرپښتونخوا کې د تشدد او بدامنۍ په پېښو کې سېوا والی هم ليدل کيږي . د زيارت په ورځ د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې د مسافرو په يو گاډي کې بمي چاؤدنه شوې وه اوپه هغې کې اووه کسان وژل شوي وو .

له دې وړاندې په چارسده ، هنگو او کراچۍ سره د ملک په نورو برخو کې هم بمي چاؤدنې ، هدفي وژنې اود تشدد نورې پېښې رامنځته شوي دي ، چارواکي وايي دغه پېښې په شمالي وزيرستان کې د روانو عملياتو غبرگون کېدی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG