لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي : نښته کې پينځه جنگيالي وژل شوي


ېبرايجنسۍ کې تازه نښته په داسې مهال رامنځته شوې ، چې په سيمه کې د ٫٫ خېبر ون ٬٬ په نوم پوځي عمليات روان دي .
ېبرايجنسۍ کې تازه نښته په داسې مهال رامنځته شوې ، چې په سيمه کې د ٫٫ خېبر ون ٬٬ په نوم پوځي عمليات روان دي .

د پاکستان قبائيلي سيمي خېبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې د پوځ او وسله والو جنگيالو ترمينځ يوه نښته کې لږ تر لږه پينځه جنگيالي وژل شوي ، او شپږ نور ژوبل شوي دي . راپورونه وايي د خالي په ورځ هم د باړې تحصيل په مختلفو علاقو کې د پوځ لخوا په فضايي عملياتو کې ۱۳ جنگيالي او يو بريد کې دوه عسکر وژل شوي وو .

د راپورونو ترمخه خېبرايجنسۍ کې تازه نښته د باړې تحصيل په اکاخېلو سيمه کې رامنځته شوې ، چې پکې پينځه مشکوک وسله وال وژل شوي ، او شپږ نور ژوبل شوي دي . سرچينې وايي نښته کې يو عسکر هم ژوبل شوی دی .

راپورونه وايي د اکاخېلو په سيمه کې يوه بله پېښه هم رامنځته شوې ، او په يو کور د نامالومه ځايې څخه مارټر گوله غورځېدلې ، چې له امله يي په کور کې يوه زنانه او دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور کسان ژوبل شوي دي .

خېبرايجنسۍ کې تازه نښته په داسې مهال رامنځته شوې ، چې په سيمه کې د ٫٫ خېبر ون ٬٬ په نوم پوځي عمليات روان دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه د خالي په ورځ پوځ د گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د لشکر اسلام نومې ډلې پټې ځالې په هدف کړی شوې وې ، او ۱۳ مشکوک وسله وال جنگيالي پکې وژل شوي وو . او د جنگيالو پينځه ځالې تباه کړی شوې وې .

د دې ترڅنگ په باړه او تيراه سيمو کې نښتې شوې وې ، او دوه عسکر پکې وژل شوي ، او پينځه نور ژوبل شوي وو.

خېبرايجنسۍ کې د ٫٫ خېبر ون ٬٬ په نوم د وسله والو جنگيالو په ضد پوځې عمليات په داسې حال کې پېل کړی شوي ، چې د جون د مياشتې راهسې په شمالي وزيرستان کې د ٫٫ ضرب عضب ٬٬ په نوم عمليات دوام لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG