لاس رسیدونکی لینک

خېبرايجنسي : فضائي بمبارۍ کې ۱۳ جنگيالي وژل شوي


خېبرايجنسۍ کې د عملياتو له کبله د زرگونو په شمېره کې ځايي خلک بې کوره شوي

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د اتوار په ورځ د جنگي الوتکو د لارې په قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې بمباري شوې ، او ۱۳ جنگيالي پکې وژل شوي ، او پټې ځالې يي تباه کړی شوي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه د جنگي الوتکو د لارې فضايي بمباري د خېبرايجنسۍ د تېراه سيمې په اکاخېلوعلاقه کې شوې ده ، او ۱۳ جنگيالي پکې وژل شوي دي .

سرچينې وايي په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو ځايي مهم کمانډر هم وژل شوی دی .

د ائي اېس پي ار د بيان ترمخه فضايي عملياتو کې د وسله والو ۱۰ پټې ځالې او د وسلې ذخيرې يي هم تباه کړی شوي دي .

د پاکستان پوځ تېره مياشت د افغانستان سره په پوله قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم عمليات پېل کړي ، او په دغو عملياتو کې د درځنونو په شمېره کې د وسله والو جنگيالو ادعاوې شوي دي .

راپورونه وايي ، خېبرايجنسۍ کې د عملياتو له کبله د زرگونو په شمېره کې ځايي خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپښتونخوا صوبې په سرښار پېښور او نزدې نورو علاقو کې دغه کډوال شوي خلک ځان له کورونه گوري .

د راپورونو ترمخه د دغو کډوالو دپاره کوم کېمپ نه دی جوړ کړی شوی ، او زياتره خلک په خپله د کرايه په کورونو پسې گرځي ، او د ستونځو ښکار دي .

XS
SM
MD
LG