لاس رسیدونکی لینک

خيبر ايجنسي : بمي بريد کې د ملېشې دوه عسکر وژل شوي


بمي چاؤدنه کې د ملېشې دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي . او د چاؤدنې له امله د ملېشې درې گاډو ته زيان اوختی دی .
د قبائيلي سيمې خيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل تحصيل کې د ملېشې عسکرو په کاروان بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي .
د سرچينو ترمخه خيبر ايجنسۍ کې دغه پېښه نن د گل په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې د ملېشې عسکرو د گاډو کاروان د لنډي کوتل څخه جمرود پله روان ؤ ، او د صدوخېلو په علاقه کې پرې د سړک غاړې ته اېښودی شوی بم په ريموټ وډزول شو .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه بمي چاؤدنه کې د ملېشې دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي . او د چاؤدنې له امله دملېشې درې گاډو ته زيان اوختی دی .
قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده ، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحريک د حکومت په ضد د يوې مياشتې غېرمشروط جنگ بندۍ وئيلي دي .
او د اتوار په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان هم د طالبانو د جنگ بندۍ د اعلان وروستو د وسله والو طالبانو په ضد د پوځي عملياتو ځنډولو پرېکړه کړې ده .
ولې نوموړي وئيلي که د جنگ بندۍ په مهال د طالبانو لخوا د تشدد پېښې رامنځته شوې نو حکومت او پوځ بيا د هغويې په ضد د جوابي عملياتو پوره حق لري .
XS
SM
MD
LG