لاس رسیدونکی لینک

ددفاع وزير خواجه اصف وايې ، ۷۳۸ بې درکه کسان مالوم کړی شوي


د بې درکه خلکو خپلوان تور پورې کوي چې د پاکستان استختباراتي ادارو دغه کسان پورته کړي دي . خواستخباراتي اداري د دغو تورونو رد کوي

خواجه اصف وايې " اټارني جنرل عدالت ته د ۷۳۸ بې درکه کسانو د نومونو فهرست ورکړو او د دغو کسانو په اړه مالومات ترلاسه شوي " چې دوۍ کوم ځائې دي او د چا په قېد کې دي .

کراچۍ ـ د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف سترې محکمې ته وئيلي چې ۷۳۸ بې درکه کسان مالوم کړی شوي دي . او د نورو په اړه به هم ډېر زر مالومات ترلاسه کړی شي .
د پاکستان د دفاعي چارو مرکزي وزير خواجه اصف د بې درکه کسانو د مسلې په اړه د سترې محکمې په وړاندې حاضر شوی دی . او د مشر قاضي افتخار محمد چودهري په مشرۍ کې د څلور کسيزه ججانو عدالتي بنچ ته يې د بې درکه کسانو په اړه تفصيل وړاندې کړی دی .
ستره محکمه کې د بې درکه کسانو د کېس په اړه د اورېدنې وروسته خواجه اصف مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، د بې درکه کسانو په اړه اټارني جنرل عدالت ته رپورټ وړاندې کړو .
" اټارني جنرل عدالت ته ۷۳۸ بې درکه کسانو د نومونو فهرست ورکړو او د دغو کسانو په اړه مالومات شوي دي چې دوۍ کوم ځائې دي او د چا په قېد کې دي " .
نوموړي وويل بې درکه کسان چې هرې يوې ادارې پورته کړي دي ، د هغوۍ د لټون زمه واري د حکومت ده ، مونږ به هغوۍ لټوؤ او ورسره به قانوني سلوک کولی شي .
خواجه اصف دا هم وويل چې په تېر وخت کې که کوم خلک پورته کړی شوي او يا تښتول شوي دي ، زمونږ حکومت دا خبره نه زغمي .
نوموړي زياته کړه د بې درکه خلکو مسله به په کالونوکې نه ، بلکې په مياشتو او اوونوکې هواره کړی شي .
راپورونو ترمخه د اورېدنې په مهال مشر قاضې وئيلي چې د خلکو د نوي حکومت نه طمع وه ، خو څه قسمه بدلون نه دی راغلی .
عدالت وئيلي د بې درکه کسانو په کېس کې د استخباراتي ادارې ائي اېس ائي نوم هم اخيستل کيږي .
عدالت وئيلي چې بلوچستان کې د امنيت د ټينگښت زمه واري د ملېشې ده او د ملېشې د ائې جي نه يې د صوبې د امنيت په اړه رپورټ غوښتی دی .
راپورونو ترمخه مشر قاضي افتخار محمد چودهري د اورېدنې په مهال د بې درکه بلوڅو د خلاصون د پاره د راويستل شوي لاريون يادونه هم کړي ده .
د نهې په ورځ سترې محکمې امر کړی وو چې د بې درکه خلکو په مسله دې د دفاع وزير خپله د عدالت په وړاندې حاضر شي او په دغې اړه دې جواب ورکړي .
خواجه اصف تېره ورځ د دفاع وزير ټاکل شوی دی ، او نن د بې درکه کسانو په مسله د سترې محکمې کراچۍ په رجسټرۍ کې حاضر شو .
تېره اوونۍ د بې درکه بلوڅانو د خلاصون دپاره د کوئټې نه تر کراچۍ پورې پېدل لاريون شوې دی ، دغه لاريون د بې درکه بلوڅانو دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم لخوا راويستل شوې وو اود لاريون گډون والو ۷۵۰ کلوميټره لار په ۲۷ ورځو کې په خپلو پښو وهلې وه .
د بې درکه خلکو خپلوان تور پورې کوي چې د پاکستان استختباراتي ادارو دغه کسان پورته کړي دي . خواستخباراتي اداري د دغو تورونو رد کوي .
XS
SM
MD
LG