لاس رسیدونکی لینک

د سړک پېښه کې مړه شوي ۵۷ پښتانه په خپلو سيمو کې خاورو ته سپارل شوي


د خېرپور د مرستيال ډپټې کمشنر په وينا پېښه کې د ژوبلو کسانو درملنه د خېرپور او نواب شاه په روغتونونو کې روانه ده .

د پاکستان سندهـ صوبې په خېرپور ضلع کې د نهې په ورځ د سوات بحرېن سيمې نه کراچۍ ته په لار د سورولو د بس پېښه کې د مړه شوؤ کسانو جنازې خپلو خپلو علاقو ته لېږل شوي ، او په اوښکو سلگو کې خاورو ته سپارل شوي دي . د چارواکو په وينا ۴۶ جنازې خېبرپښتونخوا او ۱۱ کراچۍ ته لېږل شوې وې .

د سندهـ صوبې د خېرپور ضلعې د مرستيال ډپټې کمشنر عثمان خالق په وينا د پېښې په ټولو ۵۷ مړه شوؤ کسانو چې پکې زنانه او ماشومان شامل وو، ۴۶ جنازې تېره شپه د سي ون تهرټي الوتکې د لارې د خېبرپښتونخوا رسالپور ته لېږل شوې ، او ۱۱ کراچۍ ته لېږل وې .

عثمان خالق ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، پېښه کې ۱۹ کم عمره ماشومان ، ۲۱ زنانه او ۱۸ نارينه مړه شوي وو .

د راپورونو ترمخه خېبرپښتونخوا ته په لېږل شوؤ جنازو کې ۳۷ د سوات بحرېن مختلفو علاقو ته لېږل شوي ، او خاورو ته سپارل شوي دي .

په نورو جنازو کې درې باجوړ ، درې بټگرام او يو يو مردان او رسالپور ته لېږل شوي او نن يې په دغو سيمو کې د جنازې مراسم ترسره کړی شوي دي .

او کراچۍ ته په رالېږل شوؤ ۱۱ جنازو کې چې د هغو پلارنۍ سيمې هم د خېبرپښتونخوا بېلابيلي علاقې دي ، پينځه جنازې په پخوانۍ سبزۍ منډۍ ، دوه په قصبه کالونۍ ، دوه په بخاري کالونۍ بنارس او دوه په اتحاد ټاؤن کې خاورو ته سپارل شوي دي .

د خېرپور د مرستيال ډپټې کمشنر په وينا پېښه کې د ژوبلو کسانو درملنه د خېرپور او نواب شاه په روغتونونو کې روانه ده .

بل لور ته د خېرپور ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي ناصر افتاب اې اېف پي ته وئيلي ، د پېښې په لمړي تفتيش کې مالومه شوې ، چې د سړک د خرابۍ له امله د سورولو د بس د ډرائيور نه گاډی بې قابو شوی ، او جنگېدلی دی .

نوموړي وئيلي ، د پېښې اېف ايي ار د متعلقه حکومتي ادارې نېشنل هايي وی اتهارټۍ په ضد درج کړی شوې ده ، او د ادارې د چارواکو نه به په دغې لړ کې تفتيش کولی شي .

نوموړي تېره ورځ د پېښې په ځايي ميډيا سره خبرو کې وئيلي ؤ ، د بس د ډرائيور د غلطۍ له کبله گاډي جنگېدلي دي .

پوليس افسر وئيلي ، پاکستان کې دا لمړی ځل دی چې د کومې حکومتي ادارې نه په ټريفکې پېښه کې تفتيش کيږي .

پاکستان کې وخت په وخت ټرېفکي پېښې رامنځته کيږي ، او د زياترو پېښو علت وران سړکونه ، د ډرائيورانو غفلت او په گاډو کې د حساب نه سېوا سورلۍ کښېنول گرځول کيږي .

XS
SM
MD
LG