لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیري د فلسطین اسراېل په لانجه د محمود عباس سره ملاقات کړی


U.S. Secretary of State John Kerry walks to his motorcade after arriving in Amman, Oct. 23, 2015.
U.S. Secretary of State John Kerry walks to his motorcade after arriving in Amman, Oct. 23, 2015.

د امریکا د خارجه چارو سیکتر جان کېري نن په اردن کې د فلسطین صدر محمود عباس سره د اسراېل او فلسطین تر مېنځه جوړ تاو تریخوالي ختولو باندې خبرې کړیدي. د ښاغلي کیري د سفر مقصد پدغه سیمه کې جوړ فشار کمول دي چې پکې تر دی دمه د ۶۰و نه سوا کسان وژل شوي چې زیات تره فلسطینیان دي.

په عمان کې د ښاغلي عباس په کور کې د دغه لېدنې پر محالفلسطیني مشر زیاته کړی هر کله چې هم مونږ کېنو او داسې خبرې کوو نو هيله مو پېدا کېږي او دغه هیلي موژوندي ساتي. پدغه محال ښاغلي کیري زیاته کړه ځه هم هیله مند یم.

ددغه ملاقات وروستو د امریکا د خارجه چارو سیکتر د اردن پاچا عبدالله سره ملاقات اوکړو. اردن د شرقي یروشلم د هغه برخې محافظ دی چرته چې نن صبا د اسراېلایانو او فلسطینیانو تر منځه لانجه روانه ده.په اردن کې دغه خبری پداسې حال روانې دي چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د خارجه چارو سېکتر جان کېري د اسراېل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو سره په برلن کې لېده کاته کړي وو.

په تیرو څو اونیو کې په شرقي یروشلم کې د فلسطینیانو او اسراېلي پوځیانو تر مېنځه اېنښتو کې لس اسراېلیان او تر ۵۰و پوری فلسطینیان وژل شوي. د خالي په ورځ د اسراېل خبري ادارو د رپورټونو تر مخه اسراېلي پولېسو یو فلسطيني هغه محال اوژو کله چې هغه په اسراېلي امنېتي کسانو د حملې کوشش کو.

د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون د منځني ختیز نه نیویارک ته د رارسیدو وروستو وېلي پدغه سیمه کې روانه نا ارامي د قبلولو وړ نه ده. د هغه په وینا دواړه ډلې پدی راضي شوي چې تاو تریخوالې کم شي او نور داسې ګامونه پورته نه شي چې ناارامي سوا شي.

د امریکا د خارجه چارو سېکتر جان کېری به د اردن روستو د سعودي عربستان سفر کوي او د نورو چارواکو په شمول به د پاچا عبدالله سره هم ویني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG