لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : نواب شاه کې د اورگاډي اوړيدو په پېښه کې درې کسان مړه شوي



د پاکستان سندهـ صوبې په نواب شاه سيمه کې د اورگاډي قراقرم ايکسپريس څو ډبې د پټړۍ نه لاندې غوزيدلي ، چې له امله يې اورگاډي کې سورو مسافرو کې د يوې زنانه په گډون درې کسان مړه او د يو درځن نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د اورگاډي د محکمې د چارواکو په وينا دغه پېښه نن د شورو په ورځ د سندهـ صوبې په نواب شاه سيمه کې باندهي نومې علاقه کې رامنځته شوې ده .
د چارواکو په وينا اورگاډی قراقرم ايکسپريس د لاهور نه کراچۍ ته روان وو .

د راپورونو ترمخه پېښه کې ژوبل کسان نزدې روغتونونو وړل شوي دي ، او د روغتون د ډاکټرانو په وينا د ژوبلو روعتيايي حالت د خطرې نه بهر دی .
د اورگاډي د محکمې د سکهر سيمي چارواکو وئيلي ، د پېښې علت لا نه دی مالوم شوی ، چې د اورگاډي ډبې څنگه د پټړۍ نه لاندې شوي دي . خو راپورونه وايي په دغه ځائي کې پټړۍ خرابه وه ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده .
د پېښې وروستو کې په پټړۍ د اورگاډو چلن ودرول شوی او چارواکو وئيلي د پټړۍ په جوړولو کې به د درې نه تر څلورو ساعتو پورې وخت ولگي .
له دې وړاندې هم په سندهـ او بلوچستان صوبه کې اورگاډي د مختلفو پېښو ښکار شوي دي ، چې پکې د اورگاډي د پټړۍ نه د لاندې پريوتو سره په بيلابيلو علاقو کې د نامالومه وسله والو له خوا په اورگاډو ډزې شوي ، او پټړۍ په بمونو الوزول شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG