لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د تشدد په پېښو کې ۶ کسان وژل شوي او پنځه نور مړي ترلاسه شوي دي


کراچۍ ښار کې د روان کال د ستمبر د مياشتې راهسې دوران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري .
کراچۍ ښار کې د روان کال د ستمبر د مياشتې راهسې دوران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري .

د کراچۍ ماڼي پور سيمې مشرف کالونۍ نه نن سحر څلور مړي ميلاؤ شوي دي ، او دغه څلور واړه مړي د يو خاندان دي . تېره شپه د گلستان جوهر په سيمه کې په يو شيعه مشر د ډزو په بريد کې يو پوليس والا اوبل کس وژل شوي وو . بل خوا د ټهټې سيمې نه په ډزو وژل شوي پنځه مړي هم ترلاسه شوي دي .

د کراچۍ ماڼي پور سيمې مشرف کالونۍ نه نن سحر څلور مړي ميلاؤ شوي دي ، او دغه څلور واړه مړي د يو خاندان دي . تېره شپه د گلستان جوهر په سيمه کې په يو شيعه مشر د ډزو په بريد کې يو پوليس والا اوبل کس وژل شوي وو . د پوليسو په وينا د کراچۍ ښار نه لرې د ټهټې سيمې نه په ډزو وژل شوي پنځه مړي هم ترلاسه شوي دي .
د هيواد د ستر اقتصادي ښار کراچۍ په ماڼي پور سيمه کې نن سحر د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي . د پوليس چارواکو په وينا دغه مړي د يوې کورنۍ خاوند ، ښځه او د هغوي د دوه بچو دي . د پوليسو په وينا دغه کسان د تښتولو وروستو په ډزو وژل شوي دي .
پوليس چارواکي وايې د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي ، اود وژنو علت مالومولی شي .
تېره شپه د ښار په گلستان جوهر سيمه کې د ډزو په يوه بله پېښه کې د يو پوليس والا په گډون دوه کسان وژل شوي وو . د پوليس چارواکو په وينا په يو موټر سائيکل سواره دوه نامالومه وسله وال راغلي ، او په دغه ځائې د شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين د مشر مرزا يوسف په گاډي يې ډزې وکړي . چې په نتيجه کې د هغه مخافظ پوليس او ورسره بل کس وژل شوي دي .
مرزا يوسف د ډزو په مهال په گاډي کې نه ؤ موجود ، ځکه بچ پاتې شوی دی . د مجلس وحدت المسلمين د مشرانو په وينا مرزا يوسف باندې وړاندې هم دغه رنگ بريدونه شوي دي ، او هغه پکې روغ وتی دی .
کراچۍ ښار کې د روان کال د ستمبر د مياشتې راهسې دوران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري ، خو په دې وروستيو کې ښار کې زياتره فرقه ايزه نښتې رامنځته شوي دي .
بلخوا ته د کراچۍ ښار نه لرې ټهټه سيمه کې په کهينجرنومې جهيل کې د يو زيارت نه د پنځه کسانو مړي ترلاسه شوي دي . د سيمې نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه سيمه ايز پوليس چارواکو وئيلي دي ، دغه پېښه د خالي په شپه رامنځته شوې ده . او د پنځه واړه کسانو مړي ورته کهينجر جهيل کې د نوري جام تماچي د مزار نه ترلاسه شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا وژل شوؤ کسانو کې دوه پخواني پوځي افسران او درې نور کسان شامل دي ، دوي پنځه واړه د کراچۍ نه دغه مزار له تلي وو . پوليس چارواکو وئيلي پنځه واړه کسان په ډزو وژل شوي ، او د پېښې په اړه پلټنې پېل کړی شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG