لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :د زهرجنو شرابو څښلوله امله د مړو شمېره ۳۲ ته رسېدلي


دغه کسان چې روغتون ته راوړل شوي دويي مېتهېلېټډ سپرټ څکلي ، کوم چې د انساني استعمال دپاره نه وي . دا د کيميکلو په ځايي کارخانو کې کاريږي .
دغه کسان چې روغتون ته راوړل شوي دويي مېتهېلېټډ سپرټ څکلي ، کوم چې د انساني استعمال دپاره نه وي . دا د کيميکلو په ځايي کارخانو کې کاريږي .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله د مړه شوؤ کسانو شمېره ۳۲ ته رسېدلې ، او چارواکي وايي د يو شمېر نورو کسانو روغتيايي حالت هم مرگونی دی .

په کراچۍ ښار کې د غټ اختر د دوېمې ورځې ورځې راهسې د زهرجنو شرابو څښلو له امله د وژنو لړۍ پېل شوې وه ، چې لا وس هم دوام لري ، او د بې هوشۍ په حالت کې د يو شمېر کسانو د کراچۍ په جناح روغتون کې درملنه روانه ده .

د جناح روغتون د حادثاتي څانگې مشره ډاکټره سيمي جمالي وايي ، تراوسه پورې روغتون ته د بې هوشۍ او بد حالت کې ټول ۳۹ کسان راوړل شوي دي ، چې پکې ۳۲ کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی . د نوموړې په وينا په روغتون کې داخلو کسانو کې ۱۰ داسي دي چې روغتيايي حالت يي ښه نه دی .

د سيمي جمالي په وينا دغه کسان چې زهرجن شراب يي څښلي او روغتون ته راوړل شوي ، عمرونه يي د ۱۷ او ۳۰ کلونو په مينځ کې دي . او په دويې کې زياتره د کراچۍ د کورنگۍ د مختلفو علاقو نه راوړل شوي او مالوميږي داسې چې دغو ټولو کسانو د يو ځايي نه دغه زهرجن شراب اخستي او څښلي يي دي .

د جناح روغتون ډاکټره زياتوي دغه کسان چې روغتون ته راوړل شوي دويي مېتهېلېټډ سپرټ څکلي ، کوم چې د انساني استعمال دپاره نه وي . دا د کيميکلو په ځايي کارخانو کې کاريږي .

سندهـ صوبې د ايکسائز او ټېکسېشن د محکمې وزير گيان چند اسراني وئيلي ، حېدراباد او کراچۍ کې يې د محکمې دوه ډائريکټران او څلور ډپټي ډائريکټران د لاپرواهۍ په سر معطل کړي دي .

پوليس چارواکي هم وايي د کورنگۍ سيمي د څلورو تهاڼو اېس اېچ اوگان او دوه د ډي اېس پي رينک افسران يي د زهرجنو شرابو په علاقه کې د موجودگۍ په سر معطل کړي دي .

په کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم د زهرجنو شرابو په څکلو کسان وژل شوي ، او څو ورځې وړاندې په حېدراباد کې هم په دغه رنگ شرابو څکلو ۲۰ کسان وژل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG