لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : پوليس سره نښته کې درې طالب جنگيالي وژل شوي


د پوليس چارواکو ترمخه وژل شوي درې واړه کسان د تحريک طالبان پاکستان غړي دي .
د پوليس چارواکو ترمخه وژل شوي درې واړه کسان د تحريک طالبان پاکستان غړي دي .

د کراچۍ په مشرف کالونۍ کې پوليس سره په نښته کې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي . پوليس چارواکي وايې وسله والو د پوليس په موبائيل لاسي بم وويشتو ، او بيا يې پرې ډزې پېل کړې چې مقابله کې درې واړه وسله وال ووژل شو. د


د کراچۍ په مشرف کالونۍ کې پوليس سره په نښته کې د تحريک طالبان پاکستان درې غړي وژل شوي دي . پوليس چارواکي وايې وسله والو د پوليس په موبائيل لاسي بم وويشتو ، او بيا يې پرې ډزې پېل کړې چې مقابله کې درې واړه وسله وال ووژل شو.
د پوليس چارواکو په وينا د جمعې په ورځ د کراچۍ په مشرف کالونۍ سيمه کې وسله والو د پوليس په موبائيل لاسي بم وويشتو، او بيا يې پرې ډزې پېل کړي . چې له امله يې دوه پوليس ژوبل شوي دي .
د پوليس سرچينو ترمخه وسله والو سره مقابله کې درې کسان وژل شوي دي . د پوليس چارواکو ترمخه وژل شوي درې واړه کسان د تحريک طالبان پاکستان غړي دي . او پېژندگلو يې د امان الله محسود ، مرزا علي او شېرمحمد په نومونو شوې ده .
د پوليس سرچينو په وينا امان الله محسود په کراچۍ کې د قائداباد سيمې د طالبانو امير ؤ .
په کراچۍ ښار کې د زيارت په ورځ يوځان مرگي بريد کې د سي ائي ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم سره د دوؤ پوليس وژل شوی ؤ .
تحريک طالبان پاکستان چودهري اسلم باندې د شوي بريد پړه په غاړه اخيستې وه .
چودهري اسلم د زيارت په ورځ سحر مطبوعاتو سره خبرو کې د کراچۍ په منگهوپير سيمه کې پوليس سره په مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان د درې غړو د وژنې وئيلي ؤ .
د سي ائې ډي پوليس افسر چودهري اسلم د وژنې وروستو پوليس چارواکو وئيلي وو ، چې د چودهري اسلم هغه عمليات به دوامداره ساتي ، کوم چې هغه په ښار کې د ترهگرو په ضد پېل کړي وو .
ښار کې نن د جمعې په ورځ يوه بله پېښه د ملير په سيمه کې رامنځته شوې ده . د پوليسو په وينا د مليرملت گارډن په سيمه کې د جمات مخې ته د بارودي موادو يوه چاؤدنه شوې ، چې په نتيجه کې يې درې کسان ژوبل شوي دي .
د سيمې د پوليس چارواکو په وينا چاؤدنه د جمعې د مونځ نه لږه شيبه وړاندې شوې ، او د پېښې د ځايې نه پوليس درې مشکوک کسان نيولي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG