لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :د سمندري پوځ په اډه بريدکې يو عسکر، دوه ترهگر وژل شوي


د سمندري پوځ وياند وئيلي ، د پوځ خصوصي دستو او کمانډوزو د بريدگرو مقابله کړې ، وژلي او نيولي يي دي . او بريد کې د پوځ املاکو ته زيان نه دی اوختی .
د سمندري پوځ وياند وئيلي ، د پوځ خصوصي دستو او کمانډوزو د بريدگرو مقابله کړې ، وژلي او نيولي يي دي . او بريد کې د پوځ املاکو ته زيان نه دی اوختی .

په کراچۍ ښار کې د پاکستان د سمندري پوځ په اډه باندې ترهگريز بريد شوی ، چې پکې يو عسکر وژل شوی او اووه نور ژوبل شو ي دي . د سمندري پوځ چارواکو ادعا کړې ، چې د بريد په مهال دوه ترهگر هم وژل شوي او څلور نيول شوي دي .

راپورونه د پاکستان د سمندري پوځ د وياند لخوا وايي ، چې په کراچۍ کې د سمندري پوځ په اډه دغه بريد درې ورځې وړاندې د ملک د دفاع په ورځ شوی ؤ . او د سمندري پوځ چارواکو د گل په شپه د پېښې پخلی کړی دی .

د خبري ادارې اېسوسي اېټډ پرېس (ای پي) ترمخه د سمندري پوځ کمانډر کامران اصف وئيلي ، چې بريد کوؤنکي په راکټ لانچرو ، ټوپکو او گرنېټونو لېس وو .

د سمندري پوځ وياند وئيلي ، د پوځ خصوصي دستو او کمانډوزو د بريدگرو مقابله کړې ، وژلي او نيولي يي دي . او بريد کې د پوځ املاکو ته زيان نه دی اوختی .

چارواکو دا نه ده په ډاگه کړې ، چې د دغې بريد په شا د کومې ترهگرې ډلې لاس دی ، او نه د پېښې پړه چا په سر اخيستې ده .

راپورونه وايي د بريد په مهال د نيول شوؤ ترهگرو څخه د تفتيش وروستو د ملک په بېلابيلو برخو کې عمليات ترسره شوي ، او د بريد منصوبه جوړؤنکي کسان نيول شوي ، او په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده .

په کراچۍ کې له دې وړاندې په کال ۲۰۱۱م کې د سمندري پوځ په مهران بېس باندې خواؤشا شپږو ترهگرو حمله کړې وه ، چې پکې شپږ عسکر وژل شوي او شل نور ژوبل شوي وو . په دغې بريد کې په بېس موجود جهازونو ته هم زيان اوختی وو .

پاکستاني طالبانو د دغې بريد پړه په سر اخستې وه ، خود دغې بريد په پلټنو کې وروستو بيا د سمندري پوځ د درې افسرانو د کورټ مارشل خبرونه هم مخې ته راغلي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG