لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : خودکش حمله کې د پوليس لوړ پوړی افسر وژل شوی


د سي ائي ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم سره د دوؤ پوليسو په ځان مرگي بريد کې وژل شوی
د سي ائي ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم سره د دوؤ پوليسو په ځان مرگي بريد کې وژل شوی

په کراچۍ کې د حسن سکوائر سيمې سره نزدې د عيسي نگرۍ په علاقه کې د سي ائي ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم په گاډي باندې ځان مرگي بريد کې د چودهري اسلم پشمول درې پوليس وژل شوي او د پوليسو په گډون نور۱۱ کسان ژوبل شوي دي . د چاؤدنې له امله د پوليس درې گاډي هم تباه شوي دي .

په کراچۍ کې د حسن سکوائر سيمې سره نزدې د عيسي نگرۍ په علاقه کې د سي ائي ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم په گاډي باندې ځان مرگي بريد کې د چودهري اسلم پشمول درې پوليس وژل شوي او د پوليسو په گډون نور۱۱ کسان ژوبل شوي دي . د چاؤدنې له امله د پوليس درې گاډي هم تباه شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د کراچۍ د سي ائي ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم په گاډي کې سره د خپلو مخافظ پوليس د دوه موبائيلو روان ؤ . چې د حسن سکوائر عيسي نگرۍ په سيمه کې پرې چاؤدنه وشوه .
د سي ائې ډي پوليس اډيشنل ائي جي اقبال محمود د چاؤدنې په نتيجه کې د اېس پي چودهري اسلم او دوه پوليسو د وژنې پخلی کړی دی .
د سنده ايالت د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، د چاؤدنې په نتيجه کې چودهري اسلم د هغه مخافظ او ډرائيور وژل شوي دي .
د پوليس افسر راجه عمر خطاب په وينا ځان مرگي بريد کوؤنکي د چاؤديدونکو بارودي موادو نه ډک گاډی د چودهري اسلم د گاډي نه تمبولی دی . د چاؤدنې په نتيجه کې د چودهري اسلم د گاډي سره د پوليس دوه موبائيلې په مکمله توگه تباه شوي دي .
د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهدالله شاهد چودهري اسلم باندې د شوي بريد پړه په غاړه اخيستې ده ، او وئيلي دي چې هغه د دوي مهم هدف ؤ .
د سي ائي ډي پوليس په افسر باندې شوي ځان مرگي چاؤدنې د عينې شاهدينو په وينا چاؤدنه دومره زوروره وه ، چې د نزدې ودانو د کهړکو شيشې يې ماتې کړي دي . او د چاؤدنې اواز تر لرې لرې اورېدل شوی دی .
د سي ائې ډي پوليس اېس پي چودهري اسلم نن د زيارت په ورځ سحر مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ؤ . چې د منگهوپير په سيمه کې يې د تحريک طالبان پاکستان د غړو سره مقابله کړې وه ، او په دغه مقابله کې د طالبانو ژوبل شوي درې غړي روغتون ته په لار کې وژل شوي وو .
چودهري اسلم وئيلي ؤ ، د تحريک طالبان په وژل شوؤ غړو کې يو په کراچۍ کې د لانډهي سيمې د طالبانو امير هم شامل ؤ .
وزيراعظم نواز شريف په چودهري اسلم د شوې چاؤدنې غنده کړی او وئيلي يې دي ، چې چودهري يو نر پوليس افسر ؤ.
د پيپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري او د سياسي ډلو مشرانو په چودهري اسلم باندې د شوې چاؤدنې غندنه کړی ده .
د پوليس چارواکو په وينا چودهري اسلم ته د تحريک طالبان پاکستان او لشکرجهنگوي ډلې لخوا د وژنې دهړکې ورکړل شوې وې ، اوخپله چودهري اسلم هم څو څو ځله د دغه رنگ گواښونو وئيلي وو.
په کال ۲۰۱۱م کې د کراچۍ په ډيفنس علاقه کې د چودهري اسلم د کور مخې ته يوه بمي چاؤدنه شوې وه ، په هغې چاؤدنه نوموړی په خپله روغ پاتې شوی ؤ ، او د سکول د يو ماشوم په گډون پکې اته کسان وژل شوي وو. او د چودهري اسلم د کور يوه حصه پکې تباه شوې وه .
د راپورونو ترمخه پوليس افسر چودهري اسلم په کال ۱۹۸۴م کې پوليس کې تاڼدار بهرتي شوی ؤ . نوموړی په کراچۍ کې د يو شمېر تهاڼو اېس اېچ او پاتې شوی ، او په کال ۱۹۹۲ کې يې د کراچۍ اپرېشن کې هم برخه اخيستې وه .
چودهري اسلم په کال ۲۰۱۰م کې د سي ائې ډي پوليس مشر جوړ کړی شوی ؤ . او هغه به وخت په وخت په مطبوعاتو د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو او ترهگرو په ضد د عملياتو راپورونه ورکول . نوموړي په يو شمېر مقابلو کې د تحريک طالبان پاکستان او لشکرجهنگوي ډلې د غړو سره کراچۍ کې د لياري گېنگ وار د غړو د وژنې ادعاوې کړې وې .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG