لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : د شيعه عالم ځويې په ډزو وژل شوی


له دې وړاندې هم په کراچۍ کې يو شمېر شيعه مشران په ډزو وژل شوي دي .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د شيعه ډلې د يو عالم علامه عباس کميلي ځويي علامه علي اکبر کميلې سره د ملگري نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی .

د پوليسو په وينا دغه پېښه د خالي په ماښام د کراچۍ ښارد عزيز اباد سيمې په بهنگوريه گوټ کې هغه وخت رامنڅته شوه ، چې کله د شيعه عالم ځويې سره د ملگري د خپلې کارخانې نه کور ته روان وو .

د پوليس چارواکو په وينا د اکبرکميلي په گاډي نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو ډزې وکړې ، چې په نتيجه کې يې هغه ژوبل شو، او وروستو يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی . د روغتون د چارواکو په وينا اکبرکميلي درې ډزه او ملگری يې دوه ډزه لگېدلی وو .

علامه عباس کميلي د شيعه ډلې د جعفريه الائنس مشر دی .

د شيعه ډلې مجلس وحد المسلمين لخوا وئيل شوي ، صوبايي حکومت د شيعه عالمانو او مشرانو د وژنو او ښار کې د امن په راوستو کې ناکامه شوی دی .

له دې وړاندې هم په کراچۍ کې يو شمېر شيعه مشران په ډزو وژل شوي دي .

د کراچۍ د پوليس مشرغلام قادرتهيبو وايي د شيعه عالم د ځوي د وژنې په د پېښې دپاره يې کميټي جوړه کړې ده .

د پېښې وروستو د ښار په شيعه اکثريتي علاقو کې احتجاجي مظاهرې شوي ، په سړکونو ټائرونو ته اورونه اچول شوي او په مختلفو علاقو کې بازارونه هم تړل شوي دي .

د مجلس وحدت المسلمين او شيعه ډلې د نورو تنظيمونو لخوا د علي اکبرکميلي په وژنه د درې ورځو د ويرنمانځلو اعلان شوی دی .

XS
SM
MD
LG