لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : فرقه ايزه نښتواو تشدد په پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي


کراچۍ کې د تشدد تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي دي . چې د تېرو دوه نيمو مياشتو راسې ښار کې هدفي عمليات دوام لري
کراچۍ کې د تشدد تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي دي . چې د تېرو دوه نيمو مياشتو راسې ښار کې هدفي عمليات دوام لري

کراچۍ ښار کې د تشدد په تازه پېښو کې د شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين مرستيال سيکرټري جنرل ، د تبليغي جمات سره تړاؤ لرونکو دوه بهر ملکيانو پشمول درکسان او د ډزو په بله ورته پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي .


کراچۍ ښار کې د تشدد په تازه پېښو کې د شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين مرستيال سيکرټري جنرل ، د تبليغي جمات سره تړاؤ لرونکو دوه بهر ملکيانو پشمول درکسان او د ډزو په بله ورته پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي .
د پوليسو په وينا د نهې په ورځ گلشن اقبال سيمې ته څېرمه د اېن اي ډي يونيورسټۍ سره نزدې نامالومه موټرسائيکل سورو وسله والو په يو گاډي ډزې کړي ، او په نتيجه کې يې گاډي کې ناست د شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين مشر ديدارعلي جلباني سره د محافظ وژل شوی دی .

د وژنو دوه نورې پېښې د ښار په نارت ناظم اباد سيمه کې رامنځته شوي دي . د پوليسو په وينا د ډزو په يوه پېښه کې د تبليغي جمات درې غړي او بله پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي .
د ښار د منځنۍ ضلعې د پوليسو مشر اېس اېس پي عامر فاروقي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د ناظم اباد د پېښو په اړه وويل ، د پنځه کسانو د وژنې پېښه د سخي حسن چورنگۍ او درې نور کسان د ناظم بلاک ۱ په سيمه کې په هدف شوي دي .
د عامر فاروقي په وينا د ناظم اباد په بلاک نمبر ۱ کې د جومات مخې ته د نامالومه موټرسائيکل سورو وسله والو په ډزو کې درې کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي دي .
هغه وويل د وژل شوؤ کسانو تړاؤ د تبليغي جمات سره دی . او په وژل شوؤ کې د دوه کسانو تعلق د مراکش سره دی ، کوم چې د خپل تبليغي جومات سره کراچۍ ته راغلي وو .

نوموړي زياته کړه دا فرقه وارانه نښته ده او داسې مالوميږي چې دغه پېښه د شيعه مشر د وژنې په غبرگون کې شوې وي .
د مجلس وحدت المسلمين د مشر په وژنه د يادې ډلې لخوا د درې ورځو د وير او د شورو په ورځ د کاربنديز اعلان شوی دی .
سخي حسن کې د رامنځته شوې پېښې په اړه عامرفاروقي وويل نامالومه کسانو په يو گاډي ډزې کړي ، او په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي دي .
" دا پنځه کسان د مشتاق مهمند نومې کس په ډبل کېبن گاډي کې ناست ووپه دوي باندې ډزې شوي او وژل شوي دي . په دوي کې دوه محسود او درې مهمند دي او د منگهوپير کنوارۍ کالونۍ اوسېدونکي دي " .
د پوليسو په وينا د وژنو نورې پېښې د ښار په لانډهي عوامي کالونۍ او اتحاد ټاؤن سيمو کې رامنځته شوي دي .
ښار کې د مرگ ژوبلو وروسته کراچۍ پوهنتون ، اېن اي ډي او اردو يونيورسټۍ کې د شورو په ورځ کېدونکي امتحاني پرچې ځنډول شوي دي .
د گل په ورځ د سهراب گوټ سره نزدې جنجال گوټ سيمه کې د عوامي نيشنل پارټۍ په غړو ډزې شوې وې ، چې له امله يې د پارټۍ يو غړی وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.
د دې ترڅنگ د ناظم اباد په سيمه کې دوه نور کسان هم نامالومه وسله والو په هدف کړي وو .
ښار کې د تشدد د تازه پېښو وروسته وزيراعلي سندهـ قائم علي شاه وئيلي ،
" د وژنو نوټس يې اخيستی او د پوليسو مشر ته يې په دغې اړه هدايات ورکړي دي . حالات به زر قابو کړی شي ".
نوموړي وئيلي ښار کې د هدفي عملياتو نه دوي مطمئن دي او د عملياتو سره په جرمونو کې کمی راغلی دی .
بل لور ته اډيشنل ائي جي سندهـ شاهد حيات مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، د ۵۰۰ جرائم پېشه کسانو فهرست ورسره دی او د دغو کسانو تړاؤ د سياسي ډلوسره دی ، سياسي ډلې دي جرمونو کې د ککړو کسانوسره تعلق ختم کړي .
" پارټو والا دې اووايې چې دا کسان زمونږ نه دي او دوي سره دې قانوني سلوک اوکړی شي ".
کراچۍ کې د تشدد تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي دي . چې د تېرو دوه نيمو مياشتو راسې ښار کې هدفي عمليات دوام لري .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG