لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د پوليو په ټيم ډزو کې د دوه زنانه ؤ په گډون درې کسان وژل شوي


کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم د پوليو په ټيمونو ډزې شوي دي
کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم د پوليو په ټيمونو ډزې شوي دي

د کراچۍ په قيوم اباد سيمه کې نامالومو وسله والو د پوليو په ټيم ډزې کړي ، او د دوه زنانه ؤ کارکوؤنکو په گډون پکې درې کسان وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي دي .

د کراچۍ په قيوم اباد سيمه کې نامالومو وسله والو د پوليو په ټيم ډزې کړي ، او د دوه زنانه ؤ کارکوؤنکو په گډون پکې درې کسان وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي دي .
د گل په ورځ د کراچۍ ښار په قيوم اباد سيمه کې نامالومو وسله والو د پوليو په ټيم هغه وخت ډزې وکړې چې کله ټيمونه علاقې ته ورسېدل .
د سيمې د پوليس مشر اېس اېس پي پيرمحمد شاه په وينا پوليو ټيمونو باندې په دوه کوڅو کې ډزې شوي ، او د دوه زنانه ؤ په گډون پکې د پوليو درې کارکوؤنکي وژل شوي او يوه بله زنانه ژوبل شوي ده .
د وژل شوؤکارکوؤنکو پېژندگلو د انيتا ، اکبري او فهد په نومونو شوې ده .
د اېس اېس پي پيرمحمدشاه په وينا د پوليو ټيمونو د حفاظت دپاره پوليس په ډيوټۍ کړی شوي وو . خو د ډزو په مهال پوليس دوي سره موجود نه وو په دغې اړه دوي پلټنې کوي ، چې پوليس چرته وو .
د پېښې د عېني گواهانو په وينا د ټيمونو نه وړاندې څو شکمن کسان په علاقه کې گرځيدل او چې څنگه کارکوؤنکې کوڅو ته دننه راغلل ، نو ډزې يې پرې وکړې او بيا وتښتېدل .

د پېښې وروستو د پوليو چارواکو د ښار په شرقي او کورنگۍ سيمه کې د څاڅکو ورکولو کمپائن ودرولی دی .
د پوليو په کارکوؤنکو د بريد وروستو د پاکستان د زنانه ؤ د روغتيايې اتحاديي مشرې خېرالنسا مطبوعاتوسره خبرو کې سنده صوبه کې د پوليو څاڅکو اچولو نه بائيکاټ کولو اعلان وکړو ، او ويې وئيل مونږ له تحفظ نه راکول کيږي ډزې راباندې وشوې ، په ۲۵۰ روپۍ ځانونه نه شو وژلی ، ځکه بائيکاټ کوؤ .
کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم د پوليو په ټيمونو ډزې شوي او کارکوؤنکي پکې وژل شوي دي .
ټول هېواد کې د اتوار د ورځې راهسې د پوليو څاڅکو درې ورځنی کمپائن پېل شوی دی . د صحت د نړيوالې ادارې ترمخه روان کال کې پاکستان کې د پوليو څلور کېسونه په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې ښکاره شوي دي .
تېرکال پاکستان کې د پوليو ۹۱ کېسونه رپورټ شوې وو ، چې يواځې ۶۵ پکې په قبائيلي سيمو کې مخې ته راغلي ؤ .
په گرده نړۍ کې پاکستان ، افغانستان او نائجيريا هغه هېوادونه دي چرته چې د پوليو وائرس شتون لري ، او تېر کال په ټولو کې زيات کېسونه هم په پاکستان کې رامخې ته شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG