لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ کې د روانو هدفي عملياتو په مهال ۱۶۸۵ کسان وژل شوي


د پوليس د وياند ترمخه د هدفي عملياتو په مهال ښار کې د وژنو او نورو جرمونو کچه ټيټه شوې

د کراچۍ د پوليس د شمېرې ترمخه ښار کې د تېر کال راهسې د وران کارو په ضد د روانو هدفي عملياتو په مهال ټول ۱۶۸۵ کسان وژل شوي ، چې پکې ۷۱۹ کسان په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي .

د ملک تر ټولو ستراقتصادي ښار کراچۍ د پوليس وياند عتيق شېخ ميډيا ته په جاري کړي رپورټ کې وئيلي چې تېرکال د ستمبر د مياشتې د پينځمې نېټې راهسې د روانې مياشتې د نهمې نېټې پورې د ۳۰۶ ورځو په موده کې ښار کې ټول ۱۶۸۵ کسان وژل شوي دي ، چې پکې ۷۱۹ کسان په هدف کړی شوي ، او ۴۹ په بمي چاؤدنو کې وژل شوي دي .

د پوليس د وياند ترمخه د هدفي عملياتو په مهال ښار کې د وژنو او نورو جرمونو کچه ټيټه شوې ، او د هدفي عملياتو نه وړاندې د ۳۰۶ ورځو په موده کې ښار کې ټول ۲۴۳۲ کسان وژل شوي او په دغې شمېره کې ۱۸۳۱ کسان په هدف کړی شوي وو .

کراچۍ ښار کې د تشدد د پېښو، قلنگ اخستو، بدامنۍ او نورو جرمونو د مخ نيوي دپاره تېرکال د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د مرکزي کابينې او صوبايي حکومت د چارواکو په گډه غونډه کې پرېکړه شوې وه ، چې پوليس او رينجرو به ښار کې د وران کارو په ضد ترهغې هدفي عمليات کوي څو پورې چې ښار کې امنييت نه وي په ځايې کړی شوی .

د پوليس رپورټ کې وئيل شوي چې د اپرېشن په مهال د روان کال لمړۍ مياشت تر ټولو زياته خونړۍ ثابته شوې ، او ۱۹۷ کسان پکې وژل شوي دي .

د پوليس وياند په وينا روان کال کې تراوسه پورې ۹۱ پوليس هم وژل شوي ، او په تېر پوره کال کې ۱۷۱ پوليس په هدف کړی شوي وو .

هدفي عملياتو کې د وژنو په پېښو کې د ککړو ۶۴۲ ملزمانو سره د بارودي موادو او ناجائزه وسلې ساتلو ، تاوان دپاره تښتولو ، قلنگ ، غلا ، وسلې او نشئ توکو ساتلو په جرمونو کې ککړ ټول ۱۳۰۰۴ کسان نيول شوي ، چې پکې ۹۵۸۶ کسان جېل ته رسول شوي دي .

د پوليس رپورټ ترمخه د ترهگرۍ په پېښو کې ککړ ۹۳۸ ملزمان عدالتونو ته مخامخ کړی شوي ، او ۷۰و ته پکې سزا ورکړی شوې ده ، د عملياتو په مهال پوليس ۱۵۵۲ چهاپې وهلي ، او په مقابلو کې ۳۷۴ ملزمان وژل شوي هم دي .

د ملک په اقتصادي مرکز کې چې وخت په وخت سوداگر د قلنگ شکايتونه کوي ، او دوه ورځې وړاندې د ښار سوداگرو وزيراعظم نوازشريف ته يو ملاقات کې وئيلي ، ښار دې د څه مودې دپاره پوځ ته حواله کړی شي ، چې امن په ځايې کړي . پوليس وايي د اپرېشن په مهال ورته د قلنگ ۱۱۸۱ شکايتونه ترلاسه شوي ، او د اپرېشن نه وړاندې د شکايتونو شمېره ۱۲۵۸ وه .

د پوليس وياند ترمخه د اپرېشن په دوران کې د ښاريانو نه اته نيم زره موبائيلي ، ۱۹۶۹ گاډي او ۱۱۲۰۰ موټر سائيکلې هم غلا شوي دي . او په عملياتو کې د گرفتارو سره پوليس د مختلفو نمونو ۷۸۰۳ وسله ترلاسه کړې ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG