لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : پوليس د ۱۳ وسله والو د وژنې ادعا کړې


د خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې په سکول د بريد وروستو کراچۍ کې د پوليس او رېنجر لخوا د تُندلارو په ضد عمليات تېز کړی شوي ،

د پاکستان تر ټولو لويي صنعتي ښار کراچۍ پوليس وايي ، په سهراب گوټ سيمه کې يي يوه کاروائۍ کې د تحريک طالبان پاکستان ۱۳ غړي وژلي دي .

د ښار د ملير ضلعې پوليس افسر اېس اېس پي راؤ انوار وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره د پېښې په اړه خبرو کې ووئيل ، پوليس ته د سهراب گوټ په الاصف علاقه کې د وسله والو د موجودگۍ خبر ؤ، او چې پوليس کله په دغه ځايي چهاپه ووهله نو وسله والو پرې ډزې پېل کړې .

"د ترهگرو ميټنگ روان ؤ ، او په هغه مهال ۱۳ ترهگر وژل شوي دي ، په دويې کې ۱۱ د وزيرستان طالبان او دوه د القاعده غړي دي " .

د پوليس افسر په خبره په وسله والو کې ځينو د پوليس وردۍ اغوستې وې ، او د دويي د قبضې نه وسله ، چاؤدېدونکي بارودي مواد او خودکش جېکټ هم ترلاسه کړی شوی دی .

نن د گل په ورځ د کراچۍ سي ائي ډي پوليس هم وئيلي ، د ښار په سائټ ټاؤن علاقه کې يې يوه چهاپه وهلې ، او د تحريک طالبان پاکستان د سوات څانگې درې وسله وال يي نيولي دي .

د سي ائي ډي پوليس افسر مظهر مشواني وئيلي ، نيول شوي وسله وال نوررشيد ، نديم او عابد نوميږي ، او دويي د ترهگرۍ په يو شمېر پېښو او وژل شوي انسپکټر شفيق تنولي باندې بريد کې هم ککړ دي .

پوليس وئيلي ، د وسله والو د قبضې نه درې گرنېډونه ، يو کلاشنکوف او دوه تماچې ترلاسه کړی شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې په سکول د بريد وروستو کراچۍ کې د پوليس او رېنجر لخوا د تُندلارو په ضد عمليات تېز کړی شوي ، او په تېرو څو ورځو کې پوليس او رېنجرو په ښار کې د يو شمېر وسله والو د نيولو او په مقابلو کې د هغو د وژنې دعوې هم کړې دي .

XS
SM
MD
LG