لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د پولیسو لخوا د نیول شوي نقیب محسود مړی موندل شوی


ویل کیږي چې نقیب محسود د سوشل میډیا په خپل اکاونټونو لکه د ماډل په رنگ تصویران لگولې دی. وي او ای ډویه سره دا تصویران د محسود تحفظ مومنټ (ام ټي ام) مشر منظور احمد شریک کړي
ویل کیږي چې نقیب محسود د سوشل میډیا په خپل اکاونټونو لکه د ماډل په رنگ تصویران لگولې دی. وي او ای ډویه سره دا تصویران د محسود تحفظ مومنټ (ام ټي ام) مشر منظور احمد شریک کړي

د پاکستان د قبایلي سیمې وزیرستان یو پښتون ځوان نقیب محسود د جنورۍ په دریمه نېټه د کراچۍ د پولیسو لخوا نیول شوی و او نن یې مړی موندل شوی.

۲۵ کلن نقیب محسود چې په پېژند پاڼه یا شناخت کارډ باندې یې نوم نسیم الله دی د کراچۍ د سهراب ګوټ په چپال ګاډن کې د شیراغا په هوټل کې کار کاوه.

د وژل شوي نقیب یو خپلوان د خپل نوم نه ښودلو په شرط ډیوې ته وویل چې دوي امنیتي ادارو ته د هغه د حال احوال موندلو لپاره ورغلي او هلته ورته ویل شوي و چې نقیب د پاکستاني طالبانو د وژل شوي مشر بیت الله محسود سره دوه کاله ډریوري کړې ده.

خو ده وویل چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو دا ادعا په بشپړه توګه ځکه غلطه ده چې نقیب د ډیرو کلونو راهیسې په کراچۍ کې مزدوري کوله او د نیول کېدو په ورځو کې یې هڅه کوله د رخت یا ټوکرانو یو دوکان پرانیزي.

د شالطيف تهاڼې د پولیس مشر (اېس اېچ او) امان مروت ډیوہ ته وویل په ۱۳م جنورۍ شالطیف ټاؤن کې د پولیس په مقابله کې وژل شوؤ تندلارو کې درې وپېژندل شو، یو مولوي اسحاق د لشکر جهنګوي، نذرجان د حکیم الله محسود ساتونکی او درېم نسیم الله عرف نقیب الله هم دتحریک طالبان پاکستان غړی و.

د محسود تحفظ مومنټ (ام ټي ام) مشر منظور احمد وي او اې ډیوې ته وویل، په کراچۍ کې په مرموزه توګه د پښتنو وژنه کومه نوې خبره نه ده بلکه یواځې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په سلګونو پښتانه وژل شوي دي.

"د ۲۰۱۴ کال راهیسې نږدې ۵۰۰ کسان یواځې د محسودو د قوم وژل شوي دي. داسې هم شته چې له یوې کورنۍ درې او څلور ورونه وژل شوي دي."

منظور احمد زیاته کړه چې ده ته په کراچۍ کې اوسېدونکو پښتنو دا هم ویلي دي چې پښتانه لومړی د پولیسو لخوا تښتول کیږي او بیا ورڅخه د لکونو روپویو غوښتنه کوي او که پیسې ورته ور نه کړي نو هغوي یې وژني.

هڅه مو وکړه په کراچۍ کې د یو شمېر امنیتي ادارو له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړو خو پرې بریالي نه شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG