لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د تشدد په پېښو کې د پوليس په گډون درې کسان وژل شوي


په دوؤ ورځو کې ښار کې څلور پوليس ووژل شو ، د پوليس چارواکو په وينا پوليس باندې لاقانونه گرځول شوؤ وسله واله ډلو ډزې کړي دي
په دوؤ ورځو کې ښار کې څلور پوليس ووژل شو ، د پوليس چارواکو په وينا پوليس باندې لاقانونه گرځول شوؤ وسله واله ډلو ډزې کړي دي

په کراچۍ ښار کې د تشدد په تازه پېښو کې د دوؤ پوليسو په گډون درې کسان وژل شوي دي . او د يوې زنانه مړی ترلاسه شوی دی . د تېرې ورځې راهسې ښار کې د وژل شوؤ پوليسو شمېره څلورو ته رسېدلي ده .

په کراچۍ ښار کې د تشدد په تازه پېښو کې د دوؤ پوليسو په گډون درې کسان وژل شوي دي . او د يوې زنانه مړی ترلاسه شوی دی . د تېرې ورځې راهسې ښار کې د وژل شوؤ پوليسو شمېره څلورو ته رسېدلي ده .
د پوليس چارواکو په وينا د زيارت په ورځ د نوې کراچۍ په شفيق موړسيمه کې نامالومه وسله والو د تېموريه تهاڼې په پوليس موبائيل ډزې اوکړې . چې په نتيجه کې يې دوه پوليس اصف او جاوېد وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي .
د سيمې د پوليس مشراېس اېس پي عامر فاروقي په وينا پوليس باندې لاقانونه گرځول شوؤ وسله واله ډلو ډزې کړي دي . او تېره ورځ هم د سهراب گوټ په سيمه کې پوليس باندې دغه رنگ بريد شوی وو .
د شورو په ماښام سهراب گوټ کې نامالومه وسله د پوليس په چوکۍ ډزې کړې وې ، چې پکې د ټريفک دوه پوليس وژل شوي وو.
نن په يوه بله پېښه کې د کارساز په سيمه کې نامالومه وسله والو يو کس په هدف کړی د ی . او د راپورونو ترمخه بلديه ټاؤن کې د يو کورنه په تشدد وژل شوې د زنانه مړی ترلاسه شوی دی .
په ښار کې د وژنو پېښې په داسې حال کې رامنځته کيږي چې د تېرکال د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري .
په عېن حال کې وزيراعظم ميا نوازشريف وئيلي کراچۍ کې به په هر قيمت د وران کارو په ضد روان عمليات جاري ساتلی شي . او د عملياتو نه گټورې نتيجې مخې ته راغلي دي .

د راپورونو ترمخه وزيراعظم نوازشريف وئيلي کراچۍ کې به عمليات ترهغې وخت پورې روان وي ، څو پورې چې ښار کې امن نه وي په ځايې شوې .
وزيراعظم ته د کورنو چارو مرکزي وزيرچودهري نثار علي خان کراچۍ ښار کې د روانو عملياتو په اړه تفصيلي حال احوال تېر کړی دی . او وزيراعظم نوازشريف په عملياتواطمنان څرگند کړی دی .
د ملک په اقتصادي مرکز کراچۍ ښار کې د تېرکال د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو، هدفي وژونکو او قلنگ اخيستونکو سره په نورو جرمونو کې د ککړ په ضد عمليات دوام لري .
د پوليس او رېنجر چارواکو ترمخه تراوسه پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې د ۱۳۰۰۰ څخه زيات کسان نيول شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG