لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : بمي چاؤدنه کې د يو پوليس افسر په گډون څلور کسان وژل شوي


د عيني شاهدينو ځان مرگي بريد کؤونکی راغلی او د پوليس افسر شفيق تنولي څنگ ته يې ځان الوزولی دی .

د ملک ترټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په پخوانۍ سبزۍ منډۍ سيمه کې بمي چاؤدنه کې د يو پوليس افسرشفيق تنولي په گډون څلور کسان وژل شوي ، او د ۱۵ نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د پخوانۍ سبزۍ منډۍ په سيمه کې نن د زيارت په ورځ شوې دغه چاؤدنه کې پوليس افسر انسپکټرشفيق تنولي په هدف کړی شوی دی .
د پېښې د عيني شاهدينو ځان مرگي بريد کؤونکی راغلی او د پوليس افسر شفيق تنولي څنگ ته يې ځان الوزولی دی .
د پوليس افسر ايس پي پير محمد شاه په وينا چاؤدنه ځان مرگي بريد مالوميږي ، خو پوليس يې د پخلي په اړه پلټنې پيل کړي دي .
د پېښې په ځايې پوليس چارواکو مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل شفيق تنولي د خپل کور سره نزدې په يو دوکان کې ناست ؤ ، او هلته پرې دغه چاؤدنه شوې ده .
د وژل شوي پوليس افسر د ورور رشيد په وينا سره په نورو وژل کسانو کې يو د هغه تره او بل د تره زوئي شامل دي .
پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي .
پوليس افسر شفيق تنولي باندې له دې وړاندې هم په سبزۍ منډۍ سيمه کې د يوې چاؤدنې په گډون نور شپږ بريدونه شوي دي .
وژل شوی پوليس افسر نزدې يوه مياشت وړاندې چې د کراچۍ په موچکو تهاڼه کې اېس ايچ او ؤ ، او په ډيفنس سيمه کې د يوې چهاپې وهلو په سر معطل کړی شوی ؤ ، او په کور ؤ .
له دې وړاندې نوموړي د کراچۍ په ماڼې پور او يو شمېر نورو سيمو کې د ډيوټۍ په وخت د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو او ترهگرو په ضد د عملياتو او د هغويې د گرفتارۍ ادعاوې کړې وې .
د پوليس سرچينو ترمخه شفيق تنولي د ترهگرو په هټ لسټ باندې ؤ .
سبزۍ منډې کې د شوې چاؤدنې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .
کراچۍ ښار کې له دې وړاندې هم په پوليس باندې د بمي چاؤدنو سره ځان مرگي بريدونه شوي دي .
او د روان کال په لمړۍ مياشت کې د سي ائي ډي پوليس يو ايس پي چودهري اسلم په يو ځان مرگي بريد کې سره د ملگرو وژل شوی ؤ . او طالبانو د دغې پېښې زمه واري قبوله کړې وه .
XS
SM
MD
LG