لاس رسیدونکی لینک

کال ۲۰۱۴م : په کراچۍ کې اتلس سوه مړي


"جرائيم پېشه او ترهگر کم شوي دي خو وس هم موجود دي او ۵۰ فيصده داسې دي چې د هغويي نه به ښار پاکول وي ".

د پاکستان په ستر صنعتي ښار کراچۍ کې تیر کال هم د خلقو د وژلو لړۍ ولاړه نه وه او د ښار د پوليس ترمخه ٢٠١۴م کې ١٨۴٢ کسان وژل شوي دي - په دغه وژنو کې ۹۱۷ کسان په هدفي وژنو او ۹۲۵ کسان امنيتي ځواکونو سره مقابلو کې وژل شوي دي- پوليس چارواکي واېي په تیر کال ۲۰۱۳م کې دوژل شوؤ کسانو شمیر ۲۷۶۹ ؤ .

د کراچۍ د پوليس مشر اډيشنل ائي جي غلام قادر تهېبو وايي په ښار کې د روانو هدفي عملياتو چې پوليس او رېنجرو د کال ۲۰۱۳م د ستمبرپه مياشت کې پېل کړي وو ، د دغو عملياتو سره د هدفي وژنو سره په ډېرو جرمونو کې کمی راغلی دی ، او وړاندې چې به د ورځې ۱۳ کسان وژل کېدل دغه شمېره وس درېو ته راښکته شوې ده .

خو نوموړي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل په ښار کې ترهگر وس هم شتون لري ،

"جرائيم پېشه او ترهگر کم شوي دي خو وس هم موجود دي او ۵۰ فيصده داسې دي چې د هغويي نه به ښار پاکول وي ".

د پوليس شمېرې ترمخه په ښار کې د هدفي عملياتو په ۴۸۰ ورځو کې د وژنو ټولې ۲۴۰۴ پېښې رامنځته شوي او له دې وړاندې هم په دغومره موده کې ۳۷۵۲ کسان وژل شوي وو .

د پوليس رپورټ ترمخه هدفي عملياتو کې د وژنو ، هدفي وژنو ، چاؤدېدونکو موادو اېښودو ، تاوان دپاره تښتونو ، قلنگ او نورو جرمونو کې ټول ۱۹۴۸۷ ملزمان نيول شوي ، چې پکې ۷۳ پوليس سره په حراست کې ، او ۱۱۵۴۸ جېل ته لېږل شوي او ۷۸۶۶ په ضمانت خوشي شوي دي .

د ترهگرۍ د مخنيوي عدالتونو ته ۲۵۷۱ ملزمان وړاندې کړی شوي ، چې پکې يواځې ۱۷۹ ته سزا اورول شوې ده .

د راپورونو ترمخه تېر کال په ښار کې پوليس او رېنجرو سره د چهاپو په مهال مقابلو کې ۹۲۵ مشکوک کسان وژل شوي دي ، په دغو مقابلو کې ۷۰۱ کسان پوليس او ۲۲۴ رېنجرو سره په مقابلو کې وژل شوي دي .

په دغو عملياتو کې د کراچۍ په هوايي ډگر بريد ، شمالي وزيرستان کې ضرب عضب اپرېشن او په وروستيو کې پېښور کې په سکول باندې د بريد وروستو تېزوالی مخې ته راغلی دی .

په کراچۍ کې د مقابلو په مهال وژنو باندې نيوکې هم کيږي او دغو مقابلو ته جعلي وئيل کيږي ، او د انساني حقونو دپاره کارکوؤنکي تنظيم يو چارواکی عبدالحۍ وايي دويي سره بې شمېره داسې شکايتونه درج شوي دي ، چې رېنجر او پوليس خلک پورته کوي او بيا يي مړي مېلاويږي .

وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي د مقابلو او خلکو د شکايتونو په اړه ووئيل ،

"بې شماره خلک داسې دي چې رېنجرو نيولي او بيا يي مړي مېلاؤ شوي دي ، خو د رېنجرو سره پوليس او خفيه ادارې په گډه دغه عمليات کوي او په ټولو دغه شکايت کيږي ".

د کراچۍ پوليس مشر وايي دويي د ترهگرو او وران کارو په ضد عمليات کوي ، پوليس جعلي مقابلې نه کوي بلکې په تېر کال کې خپله ۱۴۳ پوليس په ښار کې وژل شوي دي .

"که په پوليس چاته شکايت وي نو عوام زمونږ خپل دی ، او هرڅوک کولی شي چې د پوليس په ضد ماته شکايت اوکړي يا په 15 باندې خپل رپورټ درج کړي ، مونږ به يي په شکايت کاروايي کوؤ ".

د راپورونو ترمخه تېر کال په ښار کې په مختلفو پېښو او مقابلو کې د ۱۴۳ پوليس سره د رېنجرو ۱۷ عسکر هم وژل شوي دي .

يو لور ته چې د صوبايي حکومت او د قانون نافذؤنکو ادارو چارواکي د کراچۍ عمليات گټور گڼي ، او وايي د عملياتو سره ښار کې د امنيت وضع تر حده ښه شوې ده .

نور بل لورته عوامي نيشنل پارټي (ای اېن پي) وايي په ښار کې ورته وس هم د تندلارو لخوا دهړکې ورکول کيږي ، او وژنې يي روانې دي ، د ای اېن پي مشران وايي ښار کې دې په خلاص مټ د ترهگرو په ضد بې د څه فرقه عمليات وکړی شي .

دغه رنگ متحده قومي مومنټ ډله هم وخت په وخت په دغو عملياتو نيوکې کوي ، او وايي بي گناه غړي يي نيول کيږي ، خو د صوبايي حکومت چارواکي وايي عمليات بې طرفه او يواځي د جرائيم پېشه ؤ په ضد روان دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG