لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د اېم کيو اېم احتجاج ، ښار بند


د الطاف حسېن د صحت د ضمانت او خبر راتلو پورې به احتجاجي ناسته جاري وي .
د الطاف حسېن د صحت د ضمانت او خبر راتلو پورې به احتجاجي ناسته جاري وي .

د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم ) ډلې د مشر الطاف حسېن په لندن کې د پوليس لخوا د مني لانډرنگ يا غيرقانوني پېسو سپينولو په تور کې د نيولو او تهاڼې ته د بوتلو د خبر وروستو د نهې د ورځې راهسې کراچۍ ښار تړلی پروت دی ، او د اېم کيو اېم پلويانو د کراچۍ په نمائش چورنگۍ سيمه باندې احتجاجي ناسته پيل کړې ده .
د اېم کيو اېم ډلې د مشر الطاف حسېن د نيولو د خبر سره سم د نهې په ورځ کراچۍ ښار کې تړل شوي بازارونه او پټرول پمپونه نن د شورو په ورځ هم بند پراته دي
د اېم کيو اېم ډلې د احتجاج په مهال نن په دوهم ورځ هم د ښار بازارونه تړلي پراته دي
د اېم کيو اېم ډلې د احتجاج په مهال نن په دوهم ورځ هم د ښار بازارونه تړلي پراته دي
، او په سړکونو د گاډو چلن د نشت برابر دی . د کراچۍ په يونيورسټو او نورو تعليمي ادارو کې نن کيدونکې ټولې امتحاني پرچې هم ځنډول شوي دي .
د پاکستان مرکزي حکومت وئيلي د الطاف حسېن د کېس په لړ کې به د هغه قانوني او اخلاقي مرسته کوي . خو د اېم کيو اېم ډلې يو مشر فاروق ستار وايي د الطاف حسېن د صحت د ضمانت او خبر راتلو پورې به احتجاجي ناسته جاري ساتي .
يوې خوا ته که د اېم کيو اېم ډلې پلويان که د خپل مشر الطاف حسېن په لندن کې په نيولو غمژن دي ، او په کراچۍ کې په احتجاج بوخت دي ، نو بلې خوا ته بيا په سوشل ميډيا فېس بک او ټويټر باندې د لندن پوليس دغې گام ته په ښه نظر کتل شي ، چې الطاف حسېن يې نيولی دی .
په سو شل ميډيا ځني کسان وايي دا ښه کار شوی دی ، ځکه چې الطاف حسېن په کراچۍ کې د يوې بدمعاشې پارټۍ مشر دی ، ځيني وايي دا زمونږ دپاره د خوشحالۍ خبر دی چې الطاف حسېن ونيول شو ، او ځيني بيا وايي په کراچۍ کې هر څوک د هغه په نيول خوشحاله دي خو په خله څه نه وايي .
الطاف حسېن د نهې په ورځ د لندن پوليسو د غير قانونه پېسو سپينولو په تور کې نيولی تهاڼې ته يې بوولی ، او پښتنې يې ترې پيل کړي دي . د ايم کيوايم ډلې په وينا د الطاف حسېن د ناروغۍ له کبله هغه روغتون ته منتقل کړی شوی او د پوليس په حراست کې دی .

د نهې په ورځ د پاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ ښار کې د مظاهرو په مهال د اهو ډب پېښې رامينځته شوې وې او ۱۳ گاډي سوځول شوي وو . د ايم کيوايم مشران وايي زمونږ احتجاج پرامن او سياسي دی ، او د گډوډي د پېښو سره زمونږ هيڅ تعلق نشتی .
د اېم کيو اېم د احتجاج په مهال د کراچۍ په سړکونو د گاډو چلن د نشت برابر دی چې له امله يې خلک د يو شمير ستونځو سره مخ دي .
د کراچۍ د ايوان صنعت وتجارت مشر عبدالله ذکي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي ، د کراچۍ کاروبار او صنعت چې يوه ورځ بند شي ، ملکي معيشيت ته ترې څلور اربه روپۍ تاوان اوړي ، او په لاکهونو خواري کښ بې روزگاره شي .
د کراچۍ ښار د ټرانسپورټ اتحاديي مشر ارشاد بخاري وايي د نهې په ورځ زمونږ
د کراچۍ ښار د ټرانسپورټ اتحاديي مشر ارشاد بخاري وايي د نهې په ورځ زمونږ
د کراچۍ ښار د ټرانسپورټ اتحاديي مشر ارشاد بخاري وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل د نهې په ورځ زمونږ اته گاډي سوځيدلي دي ، نو نن مونږ د حالاتو د ويرې گاډي په سړکونو نه دي راويستلي ، او بله وجه دا ده چې پټرول پمپونه او سي اين جي سټېشنې هم بندې دي ، نو گاډو ته تيل او گيس هم نه ميلاويږي .
د کراچۍ نه علاوه د سندهـ صوبې دوهم لويي ښار حېدراباد هم د اېم کيو اېم د احتجاج له کبله تړلی پروت دی ، او راپورونه وايي حېدراباد کې هم د ايم کيوايم پلويان د پرېس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي ، دغه د صوبې د نورو سيمو نه هم د ايم کيو ايم د پلويانو لخوا د احتجاجي مظاهرو خبرونه رارسېدلي دي .

د کراچۍ پوليس چارواکي وايي ښار کې د امنيت په موخه پوليس او رينجر چمتو کړی شوي ، او په ښار کې د پوليس گشتونه زيات کړی شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG