لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : د ايم کيوايم د سوگ په اعلان ښار تړلی پروت دی


د ايم کيو ايم ډلې د ماتم په مهال د ملک تر ټولو ستر اقتصادي مرکزکراچۍ ښار کاروبارونه تړلي او شخصي تعليمي ادارې هم بندې دي

متحده قومي مومنټ ډلې د زيارت په ورځ نن د کراچۍ ښار په گډون ټوله سندهـ صوبه کې د گوند د غړو د وژنې په ضد د ماتم د ورځې نمانځلو اعلان کړی ؤ .
د ايم کيو ايم ډلې د ماتم په مهال د ملک تر ټولو ستر اقتصادي مرکزکراچۍ ښار کاروبارونه تړلي او شخصي تعليمي ادارې هم بندې دي . اوپه يونيورسټو کې د کيدونکو امتحانونو پرچې ځنډول شوي دي . په سړکونو د گاډو د نشتوالي او پټرول پمپونو د بنديز له امله خلک د ستونځو سره مخ دي .
د کراچۍ نه علاوه د صوبې په نورو ښارونو حيدراباد ، نواب شاه ، سکهر او ټنډو اله يار سره په نورو ښارونو کې کاروبارونه تړلي پراته دي .
ايم کيوايم ډلې د گوند د غړو د بې درکۍ او وژنو په ضد د ماتم ورځ په داسې حال کې اعلان کړې ، چې دغه ډله تيره اوونۍ د پيپلزپارټۍ په صوبائي حکومت کې شامله شوې ده .
پارليمان کې د اپوزيشن مشرخورشيد شاه وئيلي ، ايم کيوايم ډله وس د حکومت سره په واک کې ده ، د سوگ د ورځې نمانځلو او ښار بندولو په ځايي پکار ده چې د وزيراعلي او گورنر سره کښينې . او د خبرو حل رااوباسي .
د اقتصادي مرکز سوداگر وايي د کراچۍ ښار د يوې ورځې د بنديز له امله د هيواد معيشيت ته په اربونو روپۍ تاوان اوړي .
د ايم کيوايم وياند واسع جليل وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، چې ښار کې د تير کال راهسې کوم هدفي عمليات پيل کړی شوي دي ، په دغې اړ قانون نافذؤنکې ادارې پوليس ، رينجرز او نور چارواکي زمونږ د گوند بي گناه غړي پورته کوي اوبيا پته هم نه لگي .
واسع جليل ووئيل د ايم کيوايم د ۴۵ نه زيات غړي بې درکه دي ، او د غړو د وژنۍ لړۍ پيل شوي ده . هغه زياته کړه تيره مياشت د گوند څلور غړي پورته کړی شوي وو ، او دوه ورځې وړاندې يې مړي ميلاؤ شو . ايم کيو ايم ډلې د دغو کسانو په وژنه نن د وير د ورځې نمانځلو اعلان کړی دی .
کراچۍ ښار کې د تيرکال د ستمبر د مياشتې راهسي د هدفي وژونکو ، ترهگرو ، قلنگ اخستونکو او نورو جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد هدفي عمليات پيل کړی شوي دي . د پوليس د سرکاري شميرې ترمخه تراوسه پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې د ۱۸۰۰۰ نه زيات کسان نيول شوي دي . چې پکې د سياسي او مذهبي ډلو سره تړاؤ لرونکي هم شامل دي .
چارواکي ادعا کوي ، چې ښار کې د عملياتو سره د امنيت وضع ښه شوې ده او په جرمونو کې کمی راغلی دی ، ولې بيا هم وخت په وخت د وژنو پېښې رامنځته کيږي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG